د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان صادراتي توکي ښه کیفیت لري

د یو‌شمېر رسنیو د راپورونو له مخې قرغیزستان او اوزبکستان له افغانستان څخه یادو هېوادونو ته د انارو ګازلرونکو څښاک پر لېږد بندیز لګولی دی.

په راپورونو کې ویل شوي چې دغه څښاک «نوشابه» له دې امله بند کړي چې د ماشومانو روغتیا ته زیان رسوي.

روحاني‌بابا کې مخابراتي ستونزې؛ خلک: زنګ‌وهلو لپاره غره ته پورته کېږو

د پکتیا روحاني‌بابا ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولسوالي کې د مخابراتي شبکو خدمتونو نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادې ولسوالي اوسېدونکي سلا‌م‌وطندار ته وايي، د ګوتو په شمېر ځینې کلي چې زرمت ولسوالي ته ورڅېرمه دي، د دې ولسوالي له مخابراتي خدمتونو ګټه پورته کوي او پاتې نورې سيمې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې دي.

روزګان کې په ۱.۵ میلیونه افغانۍ د ۲۲کیلومتره سړک د جغل‌اچوونې چارې پیل شوې

د روزګان د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنځ د چمبرک په نوم ۲۲ کیلومتره سړک د جغل‌ اچوونې چارې پیل شوې.

دغه سړک چي د ولایت مقام په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په همکاري جوړېږي چې د جغل‌اچوونې چارې به یې یوه میاشت کې بشپړې شي.

کندهار کې د اوبو څاه ته لوېدلې ښځه ژغورل شوې

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت خاکرېز ولسوالي کې د اوبو ژورې څاه ته لوېدلې ښځه، له څاه ژوندۍ رااېستل شوې.

پېښه پرون سه‌شنبه، چنګاښ ۱۹مه د خاکرېز ولسوالي د لومړۍ حوزې د پیتاوي په سیمه کې رامنځته شوې. ویل کېږي چې دې ښځې د میرګي ناروغي درلوده او د خپل کور د اوبو څاه ته لوېدلې وه.

د افغانستان بانک څه باندې ۸۸۹ میلیونه زړې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان بانک واي، مرکزي زون کې یې څه باندې ۸۸۹میلیونه زړې افغانۍ سوځولې دي.

د افغانستان بانک پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ۸۸۹میلیونه او ۹۲۰زره افغانۍ په مرکزي زون کې ټولې او سوځول شوې دي. په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې یادې زړې افغانۍ د عدلیې او مالیې وزارتونو د استازیو په شتون کې سوځول شوي.

اقتصادي کمزورتیا د افغان ځوانانو د واده‌کولو پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي

سلام‌وطندار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ ځوانانو سره د مرکو پرمهال موندلې چې بېلابېل خنډونه لامل شوي چې واده یې وځنډېږي. د جنسیت له پلوه د واده مخنیوي لاملونو په اړه د سلام‌وطندار موندنې توپیر لري، ۱۲ مرکه کوونکو له ډلې څخه دوه یې د غوراوي حق او لس یې د مالي توان نه‌درلودل، هغه لاملونه بللي چې له کبله یې وادونه ځنډېدلې دي.

پاکستان: افغان کډوالو سره د مرستو کمښت خواشینونکې ده

د پاکستان حکومت وايي چې دغه هېواد کې له مېشت افغان کډوالو سره د مرستو کمښت د خواشینۍ خبر ده او له ملګروملتونو د مرستې غوښتنه کوي. نوموړي دغه څرګندونې د روانې جولای میاشتې پر اتمه، د یاد هېواد پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې له مشر فیلیپو ګرانډي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

غزني کې د خاکسترک ناروغۍ ډېرېدو بڼوال اندېښمن کړي

غزني کې یو‌شمېر بڼوال د خاکسترک ناروغۍ ډېروالي له امله اندېښمن دي او وايي، دې ناروغۍ یې د انګورو تاکونه اغېزمن کړي دي.
د غزني ښار نوغي کلي اوسېدونکی حیات‌الله په خپل باغ کې د انګورو ۴۰۰ تاکونه لري. نوموړی هم د خاکسترک ناروغۍ «پوپنک ډوله ناروغي ده» له خپرېدو اندېښمن دی او وايي، دې ناروغۍ یې انګورو ته زیان رسولی دی.

د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کمپاین؛ دا ځل اته میلیونه ماشومان واکسینېږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دوشنبې په ورځ په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو د څلورورځني کمپاین د پیل خبر ورکړ.
د دغه وزارت ویاند شرف زمان امرخېل وايي، په پام کې ده چې په دغه پړاو کې به له پنځو کلونو کم‌عمره اته میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړل شي.

لغمان کې د «کاوون غږ» راډیو نشرات ځنډول شوي

په لغمان کې د کاوون غږ راډیو تر تړل کېدو وروسته د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وایي چې د کاوون غږ راډیو د بیت‌المال او د دولت ملکیت دی. د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالنور رسولي وايي، دا راډیو په ۱۳۸۴ کال کې د امریکايانو د «پي‌ارټي» له لوري د انټرنیوز په همکاري جوړه شوې چې په ۱۳۹۵ کال کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري درې‌کلن جواز ورکړل شوی و..