
د اوبو او برښنا وزارت یوه خصوصي شرکت سره برښنا د تولید قراردادلاسلیک کړ
د اوبو او برښنا وزارت مسوولانو نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۸مه، کابل کې د یوې غونډې پرمهال له یوه کورني خصوصي شرکت سره د ۸ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید قرارداد لاسلیک کړ.

د اوبو او برښنا وزارت مسوولانو نن پنجشنبه، چنګاښ ۲۸مه، کابل کې د یوې غونډې پرمهال له یوه کورني خصوصي شرکت سره د ۸ میګاواټه لمریزې برښنا د تولید قرارداد لاسلیک کړ.

د هلمند مرکز لښګرګاه ښار ته نږدې تازه نهرسراج ولسوالي، د نورو ولسوالیو رسمي تشکیل ته وراضافه شوې او اوسېدونکي يې د ادارې واحدونو له نشتوالي او لريوالي شکایت کوي. د دغه ولسوالي اوسېدونکي له سرپرست حکومت او ولایتي ادارې غوښتنه کوي چي د دوی غوښتنو او ستونزو ته ژره ترژره رسېدنه وکړي، څو چارې یې له ځنډ پرته مخته لاړې شي.

د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست مسوولان وايي چې له دې وروسته په ټول هېواد کې شخصي تېزرفتار او زېړ رنګ ټکسي موتر پر واټونو د کار کولو او سوارلۍ د لېږد-رالېږد حق نهلري.
د ریاست په وینا، یوازې په نوي رنګ «فیروزهيي او سپین» موټر کولای شي چي په عامه واټونو کې کار وکړي او سوارلۍ ولېږدوي.

د لوګر د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او برهکي برک ولسوالي کې له یوشمېر درملتونونو او هټيو څخه د څارنې پرمهال لسګونه ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي دي.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې د ګېزاب ولسوالي اړوند هندوګک سیمه کې پر هلمند سیند د ۲۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د جوړېدو د پاتې برخې چارې پیل شوې.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت جامع جومات کې ۲۵۰ کاله پخوانۍ دروازه یې موندلې ده.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو ساتنې مدیر محمدصدیق میر سلاموطندار ته وايي چې دغه دروازه یې پرون «چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه» د یاد جومات په ډيپو کې پیدا کړې.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار کې د ۳۵۰زره امريکايي ډالرو په لګښت، اووه رغنيزې پروژې بشپړې او ګټېاخيستنې ته وسپارل شوې.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې چارواکي وايي چې د ټاکل شوې کمېټې لهخوا دغه ښار کې ۴۵ صرافۍ د فعالیت جواز نهلرلو له امله تړل شوې دي.
دغه کمېټه چې مشري یې د افغانستان بانک مدیر فاروقي اغا کوي، ترڅنګ یې د امنیه قومنداني، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت ریاست، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او لښکرګاه ښاروالي استازي هم ګډون لري.

د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست مسوولان وايي چې نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۶مه پلازمېنه کابل کې یې د پاسپورټونو د وېش درې نوي مرکزونه پرانېستل.
د پاسپورټ عمومي ریاست رییس عبدالکریم حسیب وايي، دې مرکزونو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ننګرهار کې د شویو تندو اورښتونو او توپانونو له امله د یوې کورنۍ یوولس غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
۶۵کلن سيفور د ننګرهار د سرهرود ولسوالي اوسېدونکی دی. نوموړی سلاموطندار ته وايي، د زوی او لمسیانو په ګډون یې، د کورنۍ ۱۱ غړیو د دوشنبې ورځو سختو اورښتونو او د چت پرېوتو پېښه کې ژوند بایللی دی.

د روزګان امنیه قومنداني ویاند هلال روزګانی سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو له لوري د یادې حوزې اړوند سیمه کې څه باندې ۶۰۰کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي دي.

د لوګر کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله دغه ولایت کې شاوخوا ۳۵۰ جریبه کرنیز فصلونه سېلابونو لهمنځه وړي دي.

د هلمند محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو ۱۸ پارسله ښځینه وېښتان چې له هېواده بهر لېږدول کېدل، نیولي دي.
دغه وېښتان د هلمند مرکز لښکرګاه ښار اړوند لومړۍ حوزه کې نیول شوي دي.

د پکتيا حوزوي روغتون مسولان وايي د تېر یوه کال پرمهال يې ياد روغتون کې د ۱۷ډاکټرانو پرمټ شاوخوا ۳۴زره لوی او کوچني عملياتونه کړي دي.
د پکتيا حوزوي روغتون رييس محمدنادر رحماني سلاموطندار ته وويل چې په ياد شمېر عملياتو کې ۴۶۰۰ لوی او پيچلي عملياتونه کړي دي.

د پنجشېر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د کانونو استخراج او کیندنې برخه کې روسي پانګوالو، پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده. د پنجشېر والي ویاند سیفالدین لټون نن چهارشنبه، چنګاښ ۲۷مه سلاموطندار ته وویل چې دغه ولایت ته یوه ډله روسي پانګوال او د کانونو برخې متخصصان ورغلي او د والي ترڅنګ یې له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي.

معصومه چې ۴۰ کاله عمر لري او هرات کې د زعفرانو په یوه کرونده کې کار کوي وايي، خالي دسترخوان او د ماشومانو لوږې اړ کړې چې له سهاره تر ماښامه د زعفرانو په یوه کرونده کې په ډېر کم مزد کار کوي. هغه وايي چې کلونو راهیسې د یو کیلو زعفرانو پاکولو په بدل کې ورته ۵۰ افغانۍ ورکوي. معصومه وايي، له پاڼو نه د ګل جلا کول اسانه کار نهدی او له سهار څخه تر بېګاه پورې یوازې له درې تر څلورو پورې زعفران پاکوي.