له افغانستان د وتلو هڅې؛ «غواړم المان ته لاړ شم، د همدې لپاره یې ژبه زده‌کوم»

سلام‌وطندار د ځوانانو ترمنځ د بهرنیو ژبو زده‌کولو لپاره د انګېزې موندلو په موخه د کابل د بهرنیو ژبو د زده‌کړې په پنځو مرکزونو کې د اوو مېرمنو په ګډون، له ۲۹ ځوانانو سره مرکې کړې دي. د یادو ۲۹ ځوانانو له ډلې، ۱۴ یې د انګلیسي ژبې پر زده‌کړې او ۱۲ زده‌کونکي الماني ژبه او پاتې درې نور بیا د روسي، عربي او اسپانیوي ژبو پر زده‌کړو بوخت دي.

له خوست څه باندې ۴۲زره بوتله بې‌کيفيته شربت بېرته پاکستان ته لېږدول شوي

خوست کې د خوړو او درملو امریت، امر ډاکټر ګل‌زار فقير وايي، دغه بې‌کيفيته شربت د يوه خصوصي شرکت له‌خوا یاد ولایت ته رالېږدول شوي وو چې «سه‌شنبه، زمري دویمه، بېرته پاکستان ته ورګرځول شوي دي.

د نوموړي په وينا، په تېرو مياشتو کې يې بېلابېل بې‌کيفيته درمل او خوراکي توکي بېرته مسترد کړي دي.

هلمند کې د اوړو تولیدي کارخونې په فعالیت پیل وکړ

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د «سردارګل محمدخان صنعتي ښارګوتي» کې د ۷۱ میلیونه افغانیو په لګښت د غنمو پروسیس یوې کارخونې په فعالیت پیل وکړ.

د یادې کارخونې مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې دغه کارخونه په ۲۴ ساعتونو کې د «۳۰۰ » ټُنو اوړو د تولید ظرفیت لري او د جوړېدو چارې یې، په دوو کلونو کي بشپړې شوې دي.

له پوهنتونونو فارغ شوي وزارتونو کې پر دندو ګومارل کېږي

د لوړو زده‌کړو وزارت د همغږۍ رییس کلیم‌الله محمدي وايي چې یاد وزارت له نورو وزارتونو سره په ګډه کار کوي، څو تازه فارغ زده‌کړیالان پر دندو وګوماري.

نوموړي دغه څرګندونې «دوشنبه، زمري لومړۍ نېټه» پکتيا پوهنتون کې د زده‌کړیالانو یوې غونډې ته کړې دي.

امیرخان متقي: افغانستان کې اوس زورواکي له‌منځه تللې

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، افغانستان کې زورواکي له‌منځه تللې او ډلې-ټپلې ختمې شوې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري دویمه، کابل کې «د کار ملي کنفرانس» ته کړې دي. هغه دې کنفرانس ته وویل، هېواد کې زورواکي، ډلې او ټپلې له‌منځه تللي او په وینا یې، د فساد مخنیوی شوی او پر لویو پروژو کار روان دی.

د افغانستان بانک څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه وسوځول

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې د هېواد شمال او شمال ختیځ زونونو څخه راټولې شوې، څه باندې یو میلیارډ زاړه افغاني بانک‌نوټونه یې سوځولې دي.

دغه بانک نن سه‌شنبه، زمري دویمه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یو میلیارد، درې اویا میلیونه، نهه سوه او دوه شپيته زره افغاني بانک‌نوټونه، راټول او د ټاکل شوي پلاوي مخته تر شمېرنې وروسته، سوځول شوې دي.

له پنډیتوب تر طب پوهنځي؛ «نیمه‌ورځ مې پنډیتوب او نیمه‌ورځ مې زده‌کړې کولې«

خوست کې د واجدالله په نوم زده‌کوونکی چې تازه د کانکور ازموینه کې پر لوړو نمرو د دغه ولایت شیخ زاید پوهنتون، طب پوهنځي ته بریالی شوی، وايي، نیمه ورځ به یې، پنډیتوب کاوه او نیمه ورځ به یې خپلې زده‌کړې کولې. هغه سلام‌وطندار ته وايي چې د بې‌وزلي او تنګسیې سره سره یې خپلې زده‌کړې پرې نه‌ښودې او په وینا یې، زده‌کړو ته یې دوام ورکړ.

کابل کې یوې کارخونې لسګونو ښځو ته د خیاطۍ او لاسي صنایعو برخه کې کار پیدا کړی

لسګونو افغان ښځو او نجونو ته په کابل کې د خیاطۍ، هنر او لاسي صنایعو د یوې ځانګړې کارخونې په جوړېدو سره کار پیدا شوی او اوس د مریو اوبدلو، خیاطۍ او د افغاني ګنډونو د ډیزاین او ګنډلو په برخو کې پر زده‌کړو بوختې دي. د چارو شنونکی محمود اضطرابي چې له خپلې مېرمنې سره یوځای یې دا کارخونه جوړه کړې وايي، د یادې کارخونې له جوړولو څخه یې موخه د ښځو د وړتیاوو لوړول او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو برابرول دي.

ا.ا په روان کال کې لږترلږه لس پلاوي بېلابېلو هېوادونو ته لېږلي

د ا.ا یوشمېر چارواکو د روان لمریز کال له پیل راهیسې له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو او ټرانزیټي برخو کې د هېوادونو د همکاریو را جلبولو په موخه بېلابېلو هېوادونو ته لږترلږه لس سفرونه کړي او هلته یې په ځینو مهمو غونډو کې هم ګډون کړی دی. په دوحه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ناسته یې وروستۍ او مهمه غونډه وه چې د ا.ا د ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد په مشري یوه پلاوي په‌کې ګډون کړی و.

مالیې وزارت پر یوولسو وارداتي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړه

مالیې وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه یې افغانستان ته پر یوولسو واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړې ده. په همدې حال کې یوشمېر صنعت‌کارانو سلام‌وطندار ته ویلي چې پر ځینو وارداتي توکو د ګمرکي تعرفې په لوړولو سره به د کورنیو تولیداتو د پلور لپاره لاره هواره شي.

نږدې ۳۸۰۰ افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راګرځېدلي

په تېره یوه ورځ کې ۳۷۷۵ افغانان له ایران او پاکستان څخه په زوره او خپله خوښه بېرته هېواد ته را ګرځېدلي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د زمري لومړۍ، د دوشنبې ورځ) پر اېکس لیکلي چې چې ۳۲۶۹ کسان د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پُل له لارې بېرته افغانستان ته را ګرځېدلي دي.

په درېوو میاشتو کې د غويانو ۴۰۰ ټنه پوستکي له هرات نه ترکیې ته صادر شوي

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال په لومړنیو درېوو میاشتو کې د غویانو ۴۰۰ ټنه پوستکي له دغه ولایت څخه ترکیې ته صادر شوي دي. د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر محمدعمر قاصد سلام‌وطندار ته ویلي چې هره ورځ د دغه ولایت په مرکز کې ۵۰ غویان حلالېږي او ۵۰ پوستکي یوازې په مرکز کې ترې لاس ته راځي.

د کندهار تخته‌پل اوسېدونکي: د ښوونځیو نشتون له امله نالوستي پاتې یوو

د کندهار د تخته‌پُل ولسوالي د «بیان‌زو» سیمې اوسېدونکي وايي، له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې د ښوونځيو نه‌شتون له امله نالوستي پاتې دي.

دوی وویل، د ټولنیزو خدماتو، روغتیا او د څښاک اوبو ترڅنګ، د ښوونې په برخه کې هم جدي ستونزو سره مخ دي.