راشدخان شل اووره نړیوالو لوبو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان په نړیوالو شل اووره سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

نوموړی په نړیواله کچه دویم لوبغاړی دی چې دومره وېکټې ترلاسه کوي. د وېسټ انډیز ډېوېن براوو په نړیواله کچه لومړی لوبغاړی دی چې په شل اووره سیالیو کې یې، تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.

افغانستان ۲۵ ټُنه حیواني خواړه تاجکستان ته صادر کړي

بلخ کې چارواکي وايي چې له دغه ولایت څخه ۲۵ ټُنه حیواني خواړه چې د یاد ولایت په یوه خصوصي شرکت کې تولید شوي، تاجکستان ته لېږدول شوې دي.

د یاد شرکت مسوول محمدافضل افضلي وايي، د حیواني خوړو لومړی جوپه چې ۲۵ ټُنه کېږي، تاجکستان ته صادر شوي دي.

د برښنا پرچاوي: ښاریان: برښنا چې نه‌وي ماشومان مو نه‌وېده کېږي

د کابل او ځینو ولایتونو اوسېدونکي د وروستیو ورځو پرمهال د برښنا پرچاوۍ له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، یوه شپه او ورځ کې یوازې څو ساعته برښنا ‌لري.

د کابل د نوي‌ښار اوسېدونکی عبدالبصیر سلام‌وطندار ته وايي چې دې وروستیو ورځو کې د برښنا پرچاوي زیاته شوې چې له امله یې ورځني ژوند کې ستونزو سره مخ شوی دی.

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال په درې ورځني سفر ایران ته تللی

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال محمدعبدالکبیر په خپل لومړني بهرني سفر کې د ایران په بلنه دغه هېواد ته تللی دی.

ټاکل شوې چې نوموړی به ایران ته د سفر پرمهال د دغه هېواد د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې ګډون وکړي.

هلمند کې د ریحان کرکېله؛ مسوولان: ګټه یې ډېره او لګښت یې کم دی

هلمند کې د کرنې ریاست مسوولان وايي، د تېرکال په پرتله سږکال هلمند کې د ریحان کرکېله زیاته شوې او د اټکل له مخې، حاصلات به یې څو برابره ترلاسه شي.

مسوولان اټکل کوي چې سږکال به د ریحان حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راشي. دغه کروندګر له کرنې ریاست څخه د کرنیزو مرستو او روزنیزو پروګرامونو د زیاتیدو غوښتنه هم لري.

بادغیس کې د یوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي

د بادغیس محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پرمهال د یوې ښځې په ګډون، درې کسان وژل شوي دي.

د بادغیس امنیې قومنداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته وايي چې نن دوشنبه، زمري اتمه، د تګاب‌عالم ولسوالي «نخچیرستان» کلي کې یوه مېرمن او نارینه وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، یاد مېرمن او نارینه‌ د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي او تراوسه یې د وژنې لامل نه‌دی په ډاګه شوی.

ایران کې د افغان کډوالو وضعیت؛ «اسناد‌لرونکي تګ‌راتګ نه‌شي کولی»

د ایران په پلازمېنه تهران کې د درېوو افغان کډوالو له‌خوا د یوه ایراني له وژل‌کېدو وروسته، دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه پیل شوې دي.

دغه ایرانی تېره اوونۍ د افغان کډوالو له لوري وژل شوی چې د یوې اوونۍ په تېرېدو سره لاهم دغه هېواد کې خلک د افغان کډوالو د شړلو شعارونه ورکوي.

د هپیټایټس نړیواله ورځ؛ افغانستان کې یې تېرکال ۱۵زره پېښې ثبت شوي

د هپټایټس نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان څانګه وايي چې د عامه پوهاوي نشتون، د درملو او تشخصي مرکزونو نشتوالی، افغانستان کې له یادې ناروغۍ سره د مبارزې برخه کې شته خنډونه بلل کېږي. افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی نعیم‌الله ساپی وايي: «خلکو ته عامه پوهاوی کم دی.

کندهار کې د تازه مېوو سوداګر د پاکستان له لوړې ګمرکي تعرفې شکایت کوي

کندهار کې د تازه مېوو یوشمېر سوداګر وايي، د پاکستان له لوري د افغانستان پر تازه مېوې د تعرفې لوړولو سوداګرو او ولسي وګړو ته مالي زیانونه اړولي دي.

دوی وايي، دواړه هیوادونه باید ژر تر ژره دې ستونزې ته حل لاره پیدا کړي، څو د تازه مېوو افغان سوداګر او په کور دننه بڼوال له مالي زیانونو وژغورل شي.

فرانسه کې د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالیو پیل

د ۲۰۲۴ کال د اوړي المپیک سیالۍ پرون د فرانسې په پاریس ښار کې پرانېستل شوې او ټاکل شوې چې درې اوونۍ دوام وکړي.
د المپيک د نړيوالې کمېټې د معلوماتو له مخې، په دغو سياليو کې به د ٢٠٦ هېوادونو د بېلابېلو لوبو څه باندې لس‌نیم زره لوبغاړي برخه واخلي.

د سلام‌وطندار موندنې؛ د کانکور ازموینې ګډونوالو شمېر نیمايي کم شوی

د سرپرست حکومت تر واکمنۍ لاندې سږکال د درېیم ځل لپاره هېواد کې د نجونو له ګډون پرته د کانکور عمومي ازموینه واخیستل شوه. دا دویم پرله‌پسې کال دی چې د افغان نجونو له ګډون پرته د کانکور ازموینه اخیستل کېږي.

که څه هم کانکور ازموینه کې د ګډونو شمېر کم شوی، خو د تېرو کلونو په پرتله د کانکور ازموینې نمرې لوړې شوې دي.

هلمند کې د ۳۵۰ مټره پُل او ۲۷.۵ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

د هلمند مرکز لښکرګاه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ۲۷.۲ کیلومټره سړک او پر هلمند سیند د ۳۵۰ پل د جوړېدو چارې پیل شوې.

یاد سړک ټولټال ۲۷.۵ کیلومټره اوږدوالی او ۱۲ مټره پلنوالی لري. ترڅنګ یې د لښکرګاه د پنځمې ناحیې سیمه کې پر هلمندسیند د ٣٥٠متره په اوږدوالي د یوه پل د جوړېدو چارې هم پیل شوې.

روزګان کې د ۲۲کیلومتره سړک جغل‌‌اچوونې چارې بشپړې شوې

په روزګان  کې چارواکي وايي چې د یاد ولایت د دهراوود او چهارچینو ولسوالیو ترمنخ د «چمبرک» په نوم د ۲۲ کیلومتره سړک د هوارۍ او جغل‌اچوونې چارې بشپړې شوې.

د یاد سړک د جغل‌اچوونې چارې د ولایتي ادارې په مالي ملاتړ، د «څلورمې رواحه لېوا» او ټولګټو چارو ریاست په مشینري، یوه میاشت مخکې پیل شوې چې کارونه یې اوس بشپړ شول.