
د دشتقلعه اوسېدونکي د ایخانم چینې له خرابېدو اندېښمن دي
د تخار د «دشتقلعه» ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي د «ایخانم» چینې ویجاړېدو څخه اندېښنه ښيي او له اړوند مسوولانو او ادارو غواړي چې دغه چینه او شاوخوا دیوالونه یې، بېرته ورغوي.
د دشتقلعه ولسوالي اوسېدونکي اسدالله سلاموطندار ته وویل چې سرپرست حکومت باید دې چینې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.














