د سړک پر غاړه صرافان: کار ته مو پرېږدئ؛ د افغانستان بانک: جواز واخلئ

کابل کې د سړک پر غاړه د بهرنیو اسعارو د تبادلې یو‌شمېر صرافان وايي، د افغانستان بانک هغې پرېکړې چې د شهزاده سرای یو صراف باید د دوی ضمانت وکړي، اغېزمن کړي دي.

د افغانستان بانک د پرېکړې له مخې، هغه صرافان چې د شهزاده سرای مخته فعالیت کوي، باید د شهزاده سرای یو صراف یې، ضمانت وکړي، څو دغه بانک ورته جواز ورکړي.

غیرمعیاري راټولوونه؛ پکتیا کې د «چهارمغزو» حاصلات کم شوي

په پکتیا کې په لویه کچه د چهارمغزو باغونه شتون لري، خو په غیرمعیاري توګه د چهارمغزو د حاصلاتو راټولونې، حاصلات کم او ونو ته یې هم زیانونه اوښتي دي.

خو دغه ولایت کې د چهارمغزو د معیاري ټولونې لارو چارو نشتون له امله هغه ډول چې په‌کار ده، د یادې مېوې بڼوالۍ وده نه‌ده کړې.

پاکستان ته روان کال د افغانستان صادرات پنځه سلنه کم شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وایي، د تېرکال په پرتله د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو شپږو میاشتو کې پاکستان ته د افغانستان په صادراتو کې کموالی راغلی دی. پاکستان ته د صادراتو له کمېدو سره هم‌مهاله، یوشمېر افغان سوداګر وایي، پخوا به یې اوونۍ کې تر ۳ موټره توکي صادرول، خو اوس په اوونۍ کې یو موټر هم نه صادرېږي.

لوګر کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه

 د لوګر  اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت په لرې پرتې ازرې ولسوالي کې د «کلتوري خوځښت» په نوم مشاعره جوړه شوه.

په جوړې شوې مشاعره کې د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ریيس په ګډون د ملکي او نظامي ادارو مسوولانو، ګڼو شاعرانو، لیکوالانو او د شعر مینوالو ګډون کړی وو.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېرکال د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارډ ډالر و

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولان وايي، تېرکال د هېواد ناخالص تولید ۱۷.۲۳ میلیارډه ډالر و.

د یادې ادارې د موندنو پر بنسټ، دې شمېرو ته په کتو، د مخکیني کال په پرتله ۲.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
یادې څرګندونې د دغې ادارې مسوولانو نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام» کې کړې دي.

احسان جنت د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړی احسان جنت د فساد له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ نن چهارشنبه، زمري ۱۷مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې احسان جنت د لوبو د فساد ضد قانون له اصولو د سرغړونې له امله د پنځو کلونو لپاره له هر ډول کرېکټ منع کړی دی.

مجاهد: د اسلامي همکاریو سازمان دې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پیاوړې کړي

د ا.ا ویاند ذ.بېح‌الله م.جاهد د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له ۵۷مې غونډې سره هم‌مهاله هیله څرګندوي چې یاده غونډه د افغانستان په ګټه تمامه شي.
نوموړی له دغه سازمان څخه غواړي چې له اسلامي هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو پراخولو او پیاوړي کولو برخه کې له ا.ا سره همکاري وکړي.

د شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته خبرداری؛ «دوو میاشتو کې یې رنګ کړئ»

د ټرافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې شخصي او ژېړرنګه ټکسي موټرچلوونکو ته یې دوه میاشتې نور وخت ورکړی چې رنګ یې بدل کړي.
خو یوشمېر هغه موټرچلوونکي چې په کابل ښار کې په ژېړرنګه ټکسیو او شخصي موټرو کې مسافر لېږدوي را لېږدوي، د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو له عمومي ریاست څخه غواړي چې د دغو موټرو د بندولو پر پرېکړې له سره غوره وکړي.

هېواد کې د هوا تودېدل او د برښنا پرچاوۍ په اړه د خلکو شکایتونه

په ځینو ولایتونو کې د هوا تودوخه تر ۴۴ سانتي ګراد درجو پورې له لوړېدو سره هم‌مهاله د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي شکایت کوي چې د برښنا پرچاوي زیاته شوې او ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.
د کابل یو اوسېدونکی سمېع‌الله وايي، په یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

ا.ا د هوټلونو او د تېلو او ګازو د ټانکونو مالیې ۵۰ سلنه کمې کړي

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت مسوولانو نن (د زمري شپاړلسمه، سه‌شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په ځینو برخو کې یې مالیې کمې کړې دي.
د سرپرست حکومت د پرېکړې له مخې، د تېلو او ګازو د ټانکونو ثابته مالیه له ۰،۶ سلنه څخه ۰،۳ سلنې ته راټیټه شوې ده.

اقلیمي بدلونونه؛ د ماشومانو د خوندیتوب سازمان: شپږو میاشتو کې ۳۸ زره افغانان بې‌ځایه شوي

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (Save the children) ویلي چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې لږترلږه ۳۸ زره افغانان چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي، د اقلیمي بدلونونو له کبله بې‌ځایه شوي دي. دغه سازمان نن (د زمري ۱۶مه، سه‌شنبه) پر خپلې وېب‌پاڼې یو راپور خپور کړی چې په‌کې لیکل شوي، سږ کال په افغانستان کې د تېر هغه په پرتله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر زیات شوی دی.

د ښار جوړولو وزارت: یوه کال کې ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه تایید شوي

د ښار جوړولو وزارت مسوولانو د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي چې تېر کال د ولایتونو لپاره ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه منل شوي دي. د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي، تېر کال یې ۴۴۳ رغنیزې پروژې څارلي او له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ښاري سرغړونې یې په نښه کړې دي.