
سپینغر شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه
د شپږیزې کرېکټ لیګ د نهم پړاو روانو سیالیو کې نن شنبه، زمري ۲۷مه، سپینغر ټایګرز لوبډلې په دغه لیګ کې خپله لومړۍ بریا ترلاسه کړه.
سپینغر او امو شارکز لوبډلو نن د یوه بل پر وړاندې لوبه وکړه چې امو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او سپینغر ته یې، د ۱۰۶ منډو هدف ورکړ.














