شپږیزه لیګ؛ بندامیر او سپین‌غر خپل سیالان مات کړل

د شپږیزې کرېکټ لیګ روان نهم پړاو سیالیو په لړ کې نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه دوه لوبې وشوې چې لومړۍ لوبه کې سپین‌غر پړانګانو لوبډلې مېس‌عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه.

په دویمه لوبه کې بیا بندامیر ښاماران لوبډلې د ۱۲ منډو په توپیر بُست ساتونکي لوبډله له مخې پورته کړه.

متحده عربي اماراتو او قزاقستان یاد هېوادونو کې د ا.ا سفیر او شارژدافیر ومنل

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت سلام‌وطندار ته وايي چې متحده عربي اماراتو هغه هېواد کې د اسلامي امارت سفیر په توګه د بدرالدین حقاني باورلیک منلی دی.

فطرت زیاته کړه چې قزاقستان هم پلازمېنه استانه کې محمد‌رحمان رحماني د سرپرست حکومت د سفارت د شارژدافیر په توګه منلی دی.

کابل کې د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» نندارتون پرانېستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او خصوصي سکټور د یو‌شمېر استازیو په ګډون نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه، د «افغانستان اقتصادي ودې او پرمختګ» په نوم د کورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پرانیستل شو. د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړی مرستیال یونس‌مومند وايي، تر دې وړاندې افغانستان له ۸۰سلنې ډېر واردات لرل چې په وینا یې، دامهال افغانستان ۲۵ سلنه پر وارداتو تکیه کوي.

د سالنګ لویه لاره د باروړونکو او مسافروړونکو لویو موټرو پرمخ وتړل شوه

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي چې د سالنګ لویه لاره د کانکرېټ اچوونې له امله د باروړونکو او مسافروړونکو لویو موټرو د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې.

د یاد وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس نن پنج‌شنبه، وږي لومړۍ نېټه سلام‌وطندار ته وویل چې دغه لویه لاره د کانکرېټ اچوونې چارو پیله په دلیل نن سهار راهیسې تړل شوې.

له پاکستانه سپین‌بولدک ته د ۵۱۰ کیلوګرامه خرابې غوښې د لېږد مخه نیول شوې

د کندهار په سپین‌ بولدک ولسوالي کې له پاکستان څخه دغه ولسوالي د ۵۱۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته او خرابې غوښې لېږد مخه نیول شوې.

د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسوول محمدحنيف حقمل وایي، دغه بې‌کیفیته غوښه او ینه د مالدارۍ امریت د ښاروالي د کمېساري په همکارۍ نیول شوې.

لوګر کې پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې ماشینونه ووېشل شول

د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د ملګروملتونو د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام (FAO) په مالي ملاتړ د راتلوونکو نسلونو موسسې (FGA) په تخنیکي همکارۍ د درې ولسوالیو پر څلور زره مالدارو د حیواني خوراکې برابرولو ماشینونونه ووېشل شول.

عبدالکبیر: ا.ا هیله لري چې د دوحې درېیمې ناستې ژمنې عملي شي

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال عبدالکبیر کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافیلا یودیجي سره د لیدنې پرمهال ویلي، اسلامي امارت هیله لري چې ډېر ژر دې د دوحې درېیمې ناستې ژمني عملي شي. عبدالکبیر همداراز افغانستان کې د بشري مرستو برخه کې د اروپايي ټولنې ونډه د پام وړ بللې او د رافیلا ماموریت یې ستایلی دی.

هېواد کې هره ورځ ۱۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي

د پاسپورټ ریاست مسوولان وايي، هېواد کې د پاسپورټ وېش بهیر روان دی او دا مهال هره ورځ ۱۲زره پاسپورټونه وېشل کېږي.

د یاد ریاست ویاند نورالله پتمن سلام‌وطندار ته وايي، ولایتونو کې د پاسپورټ غوښتونکو شمېر کم شوی او په وینا یې، مرکز او ولایتونو کې د پاسپورټ وېش عادي حالت ته ګرځېدلی دی. د یاد ریاست د مسوولانو په وینا، دا مهال د کابل د پاسپورټ وېش په درېوو نویو څانګو کې هره ورځ ۲۰۰۰ پاسپورټونه وېشل کېږي.

تېرکال معلولانو او یتیمانو سره څه باندې ۱۵ میلیارډ افغانۍ مرسته شوې

د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې، کونډو، یتیمانو او معلولانو سره په ټولییز ډول څه باندې ۱۵ میلیارډ افغانۍ مرسته کړې.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن چهارشنبه، د زمري ۳۱مه کابل کې د «امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې» کړې دي.

ازاد لوبډلې د لښکرګاه د ټېپ‌بال سیاليو اتلولي وګټله

د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د «ټيپ‌بال شپنیو سیالیو اتلولي» د ازاد لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

دغه سیالي د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ‌بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز لښکرګاه کي د ۲۰ لوبډلو ترمنځ درې اوونۍ وړاندې پیل شوې وې.

هلمند کې په وړیا توګه د سترګو ناروغانو درملنه پیل شوه

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې هلمند کې د سترګو ناروغانو د درملنې بهیر بهیر پیل شوی چې سلګونه ناروغانو ته به وړیا خدمتونه وړاندې شي.

د دوی په وینا، د سترګو ناروغانو دغه درملنه د «قطر حلال احمر ټولنې» په مالي لګښت د هلمند سرې میاشتې ریاست په هلوځلو وړاندې کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت: ایراني پانګوالو افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، ایراني پانګوال لېواله دي چې د افغانستان د اوسپنې پر کانونو پانګونه وکړي او دامهال هم د یاد هېواد یو‌شمېر شرکتونو د هرات غوریان د اوسپنې پر کان پانګونه کړې. افغانستان او ایران هغه دوه هېوادونه دي چې حکومتونه یې د نړۍ له‌خوا له ځینو اقتصادي بندیزونو سره مخ دي.

امربالمعروف وزارت: تېرکال مو د موسیقۍ ۲۱۳۲۸ الې سوځولي

د امربالمروف وزارت مسوولان وايي چې تېرکال یې، په هېواد کې د موسیقۍ ۲۱۳۲۸  الې سوځولي او ۴۴۸ تعویذګر او ۵۲۸ جادوګر یې، نیولي دي.

یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن سه‌شنبه، زمري ۳۰مه  کابل کې د امارتي ادارو د یو کلونو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.