
مزارشریف کې په ۲۲ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ شو
د بلخ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار هکې یې په شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ او د لمونځکوونکو پر مخ پرانېستی دی.

د بلخ محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار هکې یې په شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانیو یو جومات جوړ او د لمونځکوونکو پر مخ پرانېستی دی.

د ازموینو ملي ادارې سرپرست عبدالباقي حقاني نن (د وږي لسمه، شنبه) د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د خپلو یوکلنو لاستهراوړنو د شریکولو په خبري ناسته کې وویل، دغې ادارې په تېر یوه کال کې له ۱۷۷زرو او ۲۰ کسانو څخه ازموینه اخیستې او ۸۷زره او ۱۰۳ بریالي شوي کسان یې بېلابېلو ادارو ته ورپېژندلي دي.

د غزني امنیتي مسوولان وايي، د کابل-کندهار پر لویې لارې د روضې کوتل او د غزني-ګردېز پر لویې لارې په دوو بېلابېلو ټرافیکي پېښو کې اووو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي وايي، پرون ناوخته د روضې کوتل سره دوو باروړونکو موټرو ټکر کړی چې له کبله یې یو کس مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونیس راشد وايي، ځوانانو ته کاري فرصتونه برابرول د دوی لومړیتوب دی.
نوموړي دغه څرګندونې د میدانوردګ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «روښانه راتلوونکې لپاره فرصتونه برابرول» په نوم جوړې شوې غونډه کې کړې دي.

د پکتيکا یوشمېر اوسېدونکي او فرهنګپالان شکایت کوي چې د دغه ولایت مرکز او ولسواليو کې د تاريخي ځايونو بيارغونې ته هېڅ پام نهدی شوی.
دوی سلاموطندار ته وايي چې د مرکز ښرنې په ګډون ولسوالیو کې تاریخي کلاګانې او زیارتونه د بارانو او وارو له امله زیانمن شوي چې باید د بیارغونې لپاره یې کار وشي.

پکتیکا کې د یوې موسسې له لوري د دغه ولایت شاوخوا ۱۰۰ بېوزله کورنیو سره د خیاطي اړوند توکو مرسته کړې. د پکتیکا مقام څخه

د میدانوردګ چارواکي وایي چې د بهسودو په لومړۍ او دویمه حصه ولسوالیو کې د څه باندې سل میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شول.

د لوګر په مرکز پلعلم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول. د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم جوړ شوي نندارتون پرمهال سلاموطندار ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

سلاموطندار له ۲۸ افغان نجونو او ښځو سره مرکې کړي او ډېری هغو ویلي چې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر د قانون توشېح کېدو اندېښمنې کړې دي. په دې ډله کې، یوشمېر هغه نجونې او ښځې چې کار کوي وايي، د دغه قانون عملي کېدل به دوی او د دوی د کورنۍ غړي له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري د وږي په اوومه، د چهارشنبې ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري د ترکمنستان مرکز عشقاباد ته تللی دی. له نوموړي سره په دغه سفر کې د بهرنیو چارو، مالیې او ټولګټو چارو وزارتونو او د افغانستان برښنا شرکت استازي ګډون لري.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د «ترمذ نړیوال سوداګریز مرکز» د پرانېستې په مراسمو کې د ګډون په موخه اوزبکستان ته تللی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست عطاالله عمري نن (د وږي اتمه، پنجشنبه) د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې خپلې یوکلنې لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. د نوموړي په وینا، دغه وزارت په تېر یوه کال کې د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ په برخه کې د ۳۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت ۲۷۱ پروژې پلې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د افغان ابدالیان (افغانستان الف) کرکټ ملي لوبډلې د راتلونکي تمریناتي کمپ لپاره د ۲۴ لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ.
په دې نوملړ کې د ملي لوبډلې د یوشمېر لوبغاړو ترڅنګ د قوشتپې ملي شل اوریز جام او نهم پړاو شپږیزه کرېکټ لیګ د ځلېدلو لوبغاړو نومونه هم لیدل کېږي.

د لوګر د ټولګټو چارو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت مرکز پلعلم ښار څخه د پکتیا تر «تېرې کوتل» پورې ۳۶ کېلومټره سړک د ترمیم چارې پيل شوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو ۵۰مه غونډه کې د ګډون لپاره کامرون ته تللی دی.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل وویل، امیرخان متقي به دغه ناسته کې د ګډون ترڅنګ، د اسلامي هېوادونو له بهرنیو چارو وزيرانو سره دوه اړخيزې ناستې هم ولري.

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې سرپرست حکومت د یوې پیاوړې او پرمختللې اردو د جوړولو لپاره هڅې کوي او په وینا یې، له همدې امله خپله ډېره بودیجه دې برخه کې لګوي. د دفاع وزارت د یوکلنو لاستهراوړنو د تشرېح پروګرام کې لوی درستیز محمدفصېحالدین فطرت وویل چې هڅه کوي، څو د پرمختللو هېوادونو په څېر یوه اردو جوړه کړي.