
لوګر کې په شپږ میلیونه افغانۍ د څښاک اوبو رسولو شبکه جوړېږي
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په برهکي برک ولسوالي کې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې.














