پر حقاني برید؛ متقي: هېوادونه دې ظالمانو ته ځای نه‌ورکوي

د بهرنيوچارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي وايي، خلیل‌الرحمن حقاني یو صادق کس و او په وینا یې، هغه کسان به اور کې سوزي چې داسې صادقه خلک په شهادت رسوي.

هغه دغه څرګندونې پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست خليل‌الرحمان حقاني جنازې مراسمو کې کړې دي.

ملګري ملتونه نن د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه کوي

ټاکل شوې د ملګروملتونو امنیت شورا نن شپه «پنج‌شنبه، لیندۍ ۲۲مه» د افغانستان وضعیت ارزونې په موخه غونډه جوړه کړي.

افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما له لوري د وړاندې شویو معلوماتو له مخې، د دغه بنسټ مشره روزا اوتنبایووا به یادې غونډې ته د افغانستان وضعیت په اړه معالومات ورکړي.

له مالي ملاتړ پرته راتلونکې؛ د ځوانانو ترمنځ د سپما دود نه‌دی بنسټیز شوی

سلام‌وطندار له یوشمېر ځوانانو سره د دوی په ژوند کې د «پیسو سپما» په اړه د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری دغه ځوانان د اقتصادي ستونزو، د ژوند لوړو لګښتونو او نورو خنډونو له امله نه‌دي توانېږي چې سپما وکړي. د دې مرکې د ۵۰ ځوانانو له ډلې، ۲۷ یې، وايي، هېڅ سپما شوې پیسې نه‌لري.

کندهار کې په ۱۶میلیونه افغانۍ پر سړک د څراغونو لګولو چارې پیل شوې

د کندهار ښار د سړکونو روښانولو لپاره په ۱۶ میلیونه افغانیو د سړکونو د څراغونو لګولو چارې پیل شوې.

دغه پروژه چې دوه برخې لري، د څلور میاشتو په موده کې بشپړه شي او ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به پرې راشي. دویمه برخه کې به د ډنډڅلورلارې څخه د باغ پل تر سېلو پورې پر غځېدلي سړک د شپې څراغونه روښانه شي.

پکتيا کې په ۱۰ میلیونه افغانۍ ۱۷ ښوونځي او ديني مدرسې بیاورغول شوې

د پکتيا پوهنې رياست مسوولان وايي چې د مرکز ګردېز په ګډون په ۱۲ ولسواليو کې د ۱۷ ښوونځيو او ديني مدرسو ودانيو بيارغونې چارې د لس ميليونه افغانيو په لګښت بشپړې شوې.

د دوی په وینا، يادې پروژې د پوهنې رياست په بوديجه پلې شوې دي.

ا.ا د خلیل‌الرحمان حقاني «شهادت» ومانه

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد پر خپل اېکس یوه پیغام کې منلې چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمان حقاني په یوه چاودنه کې «شهید» شوی دی.
نوموړي لیکلي چې حقاني نن ماسپښین (د لیندۍ ۲۱مه، چهارشنبه) «د خوارجو په یوه ناځوانه برید کې شهید شوی» دی.

لغمان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانېستل شو

په لغمان کې د «خپل هېواد خپل تولید» په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون پرانېستل شو چې درې ورځې به دوام وکړي.

په دې نندارتون کې د لغمان په‌ګډون د ننګرهار، کونړ، کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کورنیو تولیدي شرکتونو ګډون کړی.

خبریالانو نړیوال فدراسیون: سږکال نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي او ۵۲۰ بندیان دي

د خبریالانو نړیوال فدراسیون وايي چې د روان ۲۰۲۴کال له جنورۍ د ډسمبر تر لسمې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ۱۰۴ خبریالان او د رسنیو  کارکوونکي وژل شوي دي.

دغه فدراسیون په خپل کلني راپور کې چې نن سه‌شنبه، ډسمبر لسمه یې، پر خپل وېب‌پاڼه خپور کړی، همداراز راغلي چې ډېری خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په فلسطین کې وژل شوي دي.

د سالنګ لویه لاره د مسافروړونکو موټرو پر مخ وتړل شوه

د سرپرست حکومت د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته ویلي چې د سالنګ لویه لاره یې د مرغومي میاشتې تر څلورمې پورې د هر ډول لویو مسافروړونکو پر مخ تړلې ده.
د نوموړي په وینا، له څو ورځو راهیسې په سالنګونو کې واوره اوري او توپان هم ورسره دی او ترڅنګ یې فرعي لاره هم د واورې اورېدو او یخ نیونې له کبله د ډېرو موټرو وړتیا نه‌لري.