عبدالکبیر: نړۍ دې زموږ خپلواکۍ کې کار نه‌لري

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبير وايي، اوسنی نظام ورته ګران دی او نه‌غواړي نړۍ سره یې، ښکېل کړي.

نوموړي دغه څرګندونې خوست کې د یوې دیني مدرسې په فراغت‌غونډه کې کړې دي. عبدالکبیر ټينګار کړی چې سرپرست حکومت له نړۍ سره په «کشمکش کې ښکېلتیا» نه‌غواړي او په وینا یې، ټولو سره د مثبت تعامل غوښتونکي دي.

د متقاعدینو وضعیت؛ «لس افغانۍ ته حیران یوو»

یوشمېر متقاعدین د خپل تقاعد پر نه ورکړې نیوکه کوي او وايي چې د خپلو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه‌لري.

حبيب‌الله چې د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې تقاعد شوی وايي، په دې سوړ ژمي کې هېڅ نه‌لري او په وینا یې، چا یې غږ نه‌ی اورېدلی. خو یوشمېر نور متقاعدین له اړوندو ادارو غواړي، هر څومره ژر چې کېږي، د دوی د تقاعد حقوق دې ورکړي.

د خوست مرکزي زندان کې د حرفوي زده‌کړو مرکز پرانېستل شو

د خوست په مرکزي زندان کې په لومړي ځل د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د حرفوي زده کړو مرکز پرانيستل شوی دی.

د حرفوي زده‌کړو دغه مرکز کې به ۶۰ زندانيانو لپاره د برښنا په برخه کې زده‌کړې ورکړل شي او شپږ مياشتې به دوام وکړي.

ټیکنالوژۍ کې د افغان ځوانانو پرمختګونه؛ د اپلېکېشنونو له جوړېدو تر ننګونو

هېواد کې د انټرنټ لوړې بیې او ټیکنالوژۍ  برخه کې د شته ستونزو سربېره یوشمېر ځوانان بریالي شوي چې دې برخه کې ښې لاسته‌راوړنې ولري.

د ټیکنالوژۍ  په دې لاسته‌راوړنو کې ځوانان پر دې توانېدلي چې د مالي مدیریت، حسابدارۍ، د ژب‌ښوونې او درماني خدمتونو برخو کې په ملي او نړیواله کچه اپلېکېشنونه جوړ کړي.

افغان کډوال: ایران دې په زور د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي

ایران کې یوشمېر افغان کډوال له ایراني چارواکو غواړي چې له هغه هېواده د افغانانو د جبري ستنولو لړۍ ودروي.

دوی سلام‌ونطدار ته وویل، دا چې د ایراني امنیتي مسوولانو له لوري ونه‌نیول شي، د خپل ژوند لومړنۍ اړتیاووې په پټه پوره کوي.

غزه کې د دوو ورځو پرمهال تر خاورو لاندې ۱۲۰ جسدونه موندل شوي

غزه کې د ملکي دفاع اداره وايي چې د تېرو دوو ورځو پرمهال په بېلابېلو سیمو کې د ویجاړو شویو ودانیو تر ډبرو او خاورو لاندې ۱۲۰ جسدونه رااېستل شوي دي.

له اوربند سره هم‌مهاله اټکل شوی چې شاوخوا ۱۰زره جسدونه به د غزې تر ویجاړو لاندې وي.

د خوست ځاځي‌میدان اوسېدونکي د قومي تړون له مخې د ځنګلونو ساتنه کوي

د خوست د ځاځي‌میدان ولسوالي ډېری سيمو کې د بېلابېلو لاملونو له امله ځنګلونه پرې شوي، خو اوس د دې ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي وايي، له امتیاز پرته په خپلو سيمو کې د قومي تړون له مخې، د ځنګلونو ساتنې لپاره یې، کسان ګومارلي دي.

یو افغان د امریکايي بندیانو تبادله کې ازاد شوی

د بهرنیوچارو وزارت وايي چې امریکا کې افغان بندي، خان محمد د یاد هېواد له لوري خوشې او نن سه‌شنبه، سلواغې دویمه هېواد ته راستون شوی دی.

د یاد وزارت ویاند ضااحمد تکل پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې یاد افغان د امریکايي بندیانو په بدل کې خوشې شوی دی.

د افغانستان او ایران ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتېږي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې له مرستیال مرتضی جعفري او مل پلاوي سره کتنه کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ له لارې د راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی.

کندهار کې د درېوو مهمو پروژو چارې پیل شوې

د کندهار په ارغنداب ولسوالي کې د ملګروملتونو د پراختيايي بودجې په مرسته د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درېیو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.

په دې پروژه کې د استنادي دېوال، کانال او کارېز جوړولو کارونه په‌کې شامل دي.