
فایو لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې د ورښت او تودوخې لوړېدو خبرداری ورکړی
د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) د راتلونکې اوونۍ د هوا وضعیت اټکل کړی او د سختو ورښتونو او د هوا د تودوخې د زیاتوالي په اړه یې خبرداری ورکړی دی.
فایو نن سهشنبه سلواغې ۲۸مه، د فبرورۍ له ۱۶مې تر ۲۲مې پورې د هوا وړاندوینه خپره کړې ده. د دې وړاندوینې له مخې، په لوېدیځو او سوېلي ولایتونو کې د تودوخې له زیاتوالي سره یوځای شدید ورښتونه ښايي د چټکو سطحي روانو اوبو او ځایي سېلابونو خطر زیات کړي.














