د لوګر څلور ولسوالیو ته وارېداتي برښنا غځول کېږي

د لوګر  برښنا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت محمداغې، بره‌کي برک، خوښۍ او څرخ ولسوالیو ته د اوزبیکستان وارېداتي برښنا غځول کېږي.

د دغه ولایت د برښنا ریاست رییس مولوي فهیم منصور پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، د برښنا عمومي ریاست له لوري د مرکز پل‌علم لروپرتو سیمو او ولسوالیو ته د وارېداتي برښنا غځول کېږي.

د امریکا د مرستو ځنډېدل به هېواد کې د اُمېندواره مېرمنو مړینه زیاته کړي

د ملګرو ملتونو د وګړو  صندوق سیمه‌ییز مشر پیو سمېت په دې وروستیو کې له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د امریکا د مالي مرستو ځنډېدل به د میلیونونو افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو د مړینې او زیانمنېدو کچه لوړه کړي.

پکتـیا کې لېوه د یوې کورنۍ پنځه غړي داړلي

د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د ډنډپټان ولسوالي حسن‌خېلو کلي کې لېوه د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي.

پېښه نن چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه، سهار ۵بجې رامنځته شوې. د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي، دغه لېوه له غره څخه یوه کلي ته راښکته شوی او د درېو مېرمنو په ګډون یې، د يوې کورنۍ پنځه غړي داړلي دي.

د افغانستان بانک سبا «۲۵» میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان د بانک مسوولان وايي چې سبا «چهارشنبه، سلواغې ۱۷مه» به «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (سه‌شنبه، سلواغې۱۶مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا چهارشنبه «۲۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رسنیو کې د کارېدونکو اصطلاحاتو د سمون لپاره کمېټه جوړه کړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي چې د رسنیو لپاره یې د لغاتونو، اصطلاحاتو او لقبونو د معیاري کولو لپاره یوه کمېټه جوړه کړې ده.

دیاد وزارت چارواکي وايي چې دا کمېټه به په رسنیو کې کارېدونکي لغاتونو، اصطلاحاتو او لقبونو د سیمون او معیاري کولو لپاره کار کوي.

د هېواد د لرو سیمو مېرمنې د روغتیايي خدمتونو له کمښت شکایت کوي

د ملګروملتونو د وګړو صندوق دوشنبه، جنورۍ درېیمه پر اېکس‌پاڼه یوه ویډیويي کلپ ویلي چې افغان ښځې په خپلو سیمو کې خوندي او اغېزمنو روغتیايي خدمتونو ته د نه‌لاسرسي له امله د مړینې له خطر او په بېلابېلو ناروغیو د اخته‌کېدو له ګواښ سره مخ دي.

مجاهد: اجازه نه‌ورکوو چې امریکا د بګرام اډه ونیسي

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې ا.ا اجازه نه‌ورکوي چې یو ځل بیا امریکا د بګرام اډه ونیسي.

نوموړي دغه څرګندونې دوشنبه، سلواغې ۱۵مه پر اېکس‌سپېس کړي او زیاته کړې یې ده چې هېڅ داسې هوکړه نشته چې پر بنسټ دې بګرام اډه امریکا یا چین ته ورکړل شي.

جوزجان کې د کرنې ناورین؛ وچکالي او نباتي ناروغي کرنیز فصلونه ګواښي

 جوزجان د افغانستان یو له شمالي ولایتونو څخه دی چې ۸۰ سلنه وګړي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي. پرله‌پسې وچکالي، د اوبو نشتوالی او نباتي افتونو د دغه ولایت بزګران له مهمو ننګونو  څخه دي چې دا مهال ورسره مخامخ دي.

کندهار کې د مطالعې دود لپاره «درې ورځنی نندارتون» پرانېستل شوی

کندهار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او یوه خصوصي مخابراتي شرکت له لوري د «کتاب د علم ځولۍ» په نوم د کتابونو درې ورځنی نندارتون پرانېستلی دی. یاد نندارتون ته راغلي  کتاب پلورونکي اندېښنه لري چې ټولنیزو رسنیو کې د ځوانانو ډېره بوختیا به د کتاب پلور کمزوری کړی دی.

هېواد کې د هنر مخ پرځوړ وضعیت؛ هنرمندان د اثارو پلور لپاره بازار نه‌لري

سلام‌وطندار د هنر برخه کې له ۲۳ ځوانانو سره مرکې کړي چې د مرکو پرمهال موندل شوې، دغه ځوانان له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د مرکو پرمهال ځوانانو ویلي چې مالي ملاتړ نه‌لري، ټولنه کې ورته پام نه‌کېږي او د کار وسایلو ته د نه‌لاسرسي ترڅنګ، د خپلو اثارو پلور ته بازار هم نه‌لري.

خوست کې د وژل شویو ۱۳ کسانو د قاتلانو نیول؛ پلار او دوه زامن دي

د خوست امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت د علي‌شېرو ولسوالي د یوې کورنۍ د وژل شویو ۱۳ غړیو قاتلان یې، نیولي دي.

د خوست امنيه قومنداني څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه  درې کسان د یادې قومنداني او د استخباراتو رياست د ځواکونو د ګډو هڅو په پایله کې نیول شوي دي.