
لوګر کې ۲۷۰ ټڼه د څارویو خوراکه تولید شوې
لوګر ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست له شته غذایي بانکونو څخه ۲۷۰ ټنه خواړه ترلاسه شوې دي.

لوګر ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولین وایي چې د دغه ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست له شته غذایي بانکونو څخه ۲۷۰ ټنه خواړه ترلاسه شوې دي.

د ټولګټو چارو وزارت مسوولانو د روان ۱۴۰۳ کال د لاستهراوړنو غونډې ته وویل، سږکال د دغه وزارت له لوري سلګونه کیلومتره مواصلاتي او لویېلارې جوړې شوي او په څه باندې ۳۰۰ کیلومتره سړکونو کار روان دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت مخې ته نن پنچشنبه، سلواغې ۲۵مه په شوي ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
د یاد وزارت ویاند محمدکمال افغان رسنیو ته تایید کړه چې برید ځانمرګی دی او بریدګر غوښتل چې دغه وزارت ته ننوځي چې د ساتونکو لهخوا په نښه شوی.

د نړۍوالې پراختیا مرکز په نوم یوې فکري خونې په خپله وروستۍ سروې کې ویلي چې افغانستان یو له هغو اتو هېوادونو دی چې د امریکا مرستو ته تر ټولو زیات اړتیا لري.
د یادې خونې د سروې لهمخې، جنوبي سوډان، سومالیا، کانګو، افغانستان، یوګانډا او ایتوپیا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د امریکا پر مرستو تر ډېره تکیه دي.

۵۵کلن ګلجان چې له درېوو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته دی، د خپلې درملنې لپاره د پاکستان کوټې ښار ته ځي.
نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو د درملنې بله چاره نهلري. د هغه په وینا، د زابل په روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نشته او د پاکستان سفرونو یې پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی دی.

د میدانوردګ د پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې(UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې ۷ بابه ښوونځي تر بیارغونې وروسته پرانېستل شول.

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګریز بازارونه جوړېږي.
د دغه ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست ریيس مولوي مطیعالله ذاهد پلعلم کې جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د مرکز پلعلم په ګډون په برهکيبرک او څرخ ولسوالیو کې ۱۳ معیاري سوداګرېز مارکېټونه جوړېږي.

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې روان کال په ياد ولايت کې د حکومتي بوديجې او موسسو په مرسته ۲۷۰ پراختيايي او پرمختيايي پروژې بشپړې شوې دي.
د پکتيا مرستيال والي مولوي انعامالله صلاحالدين نن سهشنبه، سلواغې ۲۳مه یوې خبري ناسته کې وويل چې د يادو پروژو له ډلې ۳۰ پروژې چې ۵۷۶ ميليونه افغانی لګښت پرې شوی، حکومتي بوديجې په مرسته پلې شوې دي.

په دې غونډه کې، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې، متحده ایالاتو، چین، روسیې او ډنمارک یو ځل بیا د افغانستان له خاورې د ځینو امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندیښنه څرګنده کړه او دا یې د سیمې او نړۍ لپاره یو ګواښ وباله.

د اروپا فوټبال اتلانو لیګ کې د اسپانیا ریال ماډریډ لوبډله د انګلستان له منچسټرسیټي لوبډلې سره نن شپه لوبه کوي.
ټاکل شوې چې یاده لوبه نن شپه ۱۲:۳۰ بجې د منچسټرسیټي په کورني لوبغالي «اتحاد» کې پیل شي.

نن سهشنبه، د فبرورۍ یوولسمه په ساینس کې د نجونو او مېرمنو نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیوګوټرېش د یادې ورځې په مناسبت ویلي چې د یوې ښې راتلونکې لپاره په علم کې جنسیتي برابري، د ټولو لپاره اړینه ده.

کندوز کې امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د شوي ځانمرګي برید له امله پنځه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند جمعهالدین خاکسار وړاندې ویلي و، چاودنه نن سهار ۸:۳۵ بجې د کندوز ښار د مرکزي کابل بانک کوڅه کې شوې.

د کندهار د «درې نور» د مرمرو کان د استخراج او پروسس تړون سهشنبه، سلواغې ۲۳مه د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایت الله بدري او د ترکي امي اغلو شرکت د مشر موسی امي اوغلو ترمنځ لاسلیک شو.

د کندهار د مالوچو کروندګرو سلطان سلاموطندار ته وايي چې پخوا به یو من پنبه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې، بیه ۲۵۰ افغانیو ته راښکته شوې. «پنبه به مو کرله او ډېرې ناروغۍ به وې، د حاصل پرمهالب به یې، په ټیټه بیا راڅخه غوښتله، پخوا ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۵۰ افغانۍ ته ښکته شوې چې ګټه نهلري.»

پر سپینبولدک ـ چمن لار د بېویزې تګراتګ بندېدو پر ضد ملتپالو ګوندونو او پرلتکوونکو یو ځل بیا پراخ لاریونونه پیل کړي دي.
پرلتکوونکي وايي، پر دغه لاره د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت شرط، د ولسي خلکو او سوداګرو لپاره ګڼې ستونزې پیدا کړي.

یوشمېر خبریالان وايي، اطلاعاتو ته لاسرسي کې محدودیت لامل شوی چې رسنیو کې د تولید شویو خبرونو او راپورونو منځپانګه ټيټ کیفیت ولري.
دغه خبریالان وايي چې ډېری وخت د وزارتخونو ویاندویان او چارواکي د راپور جوړولو لپاره ځواب نهورکوي چې اړ کېږي، یو لوری راپور خپور کړي.