لوګر کې ۳۰ کانونه تثبیت شوي

د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې ۳۰ کانونه تثبیت شوې دي.

د دغه ولایت د کانونو او پټرولیم ریاست رییس مولوي نقیب‌الله احمدفرقاني پل‌علم کې خبریالانو ته وویل، لوګر کې د وروستیو څېړنو له مخې، ۳۰ کانونه ثبیت شوي چې له ډلې یې د دوه کانونو عملي استخراج چارې هم پيل شوي دي.

خوست کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پیل شوې

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۹۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوو پروژو چارې پیل شوې.

د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت وايي، په يادو پروژو کې د ښار داخل کې د کانال ترميم، د حکومتي ادارو پياده رونه، ښار کې روښنايۍ څراغونو نصبول، د نهه پوړيز سوداګريز مارکېټ جوړېدل او ځينې نورې پروژې شاملې دي.

په هلمند کې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت درې رغنیزې پروژې پیل شوې

د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ملګروملتونو د پروژوي دفتر په مالي ملاتړ د ۴۰ کیلومټره سړک او اته کیلومټره کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

دغه پروژې د هلمند د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ۷۶ میلیونه افغانیو په لګښت د کجکي ولسوالي په ابغول، شیري او سفیدحصار سیمو کې پیل شوي دي.

میدان‌وردگ کې په ۱۳میلیونه افغانۍ د پېښو پرضد مبارزې ریاست ته ودانۍ جوړېږي

د میدان‌وردګ محلي مسوولان وايي چې وایي چې د  پېښو پر وړاندې مبارزې وزارت له لوري د دغه ولایت د پېښو پرضد مبارزې ریاست لپاره د ودانۍ د جوړېدو چارې پیل شوې.

د دوی په وینا، یاده ودانۍ په درې پوړونو کې پر دوه جریبه ځمکه د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړېږي.

ا.ا له افغانستان څخه د پاکستان پروړاندې د امنیتي ګواښونو شتون رد کړ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي‌خان جمعه، فبرورۍ ۱۴مه، یوه غونډه کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د دغه هېواد پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.

نوموړي په دې خبري ناسته کې وویل، یوه مهمه مسله چې اسلامي امارت سره د هغه هېواد اړیکې ترینګلې کوي، افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک مرکزونه دي.

لوګر کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي

د لوګر محلي چارواکي وايي چې د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري د لوګر په مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې د هستوګنې اووه ښارګوټي جوړېږي.

د دغه ولایت د والي ویاند صدیق احمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دا ښارګوټي په پل‌علم ښار او ولسوالیو کې په معیاري ډول جوړېږي.

کندهار کې کروندګر: بدیل کښتونه مو د ژوند اړتیاوې نشي برابرولی

عمر خوړلي دین محمد د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ «محمد یعقوب کلاچې» سیمه کې پر پنځه جریبه ځمکه، مۍ «ماشو» کرلي او اوس یې، حاصل راټولوي.

هغه چې د نشه‌يي توکو بدیل کښت ته مخه کړې، وایي، د مۍ «ماشو» سږنی حاصل یې، ځکه کم دی چې د دوبي زیاتې تودوخې یې، د حاصل‌ نیونې پرمهال فصل اغېزمن کړی دی.

د جرمني چارواکي: تورن افغان د نیولو پرمهال «الله اکبر» ناره کړې

جرمني کې چارواکي وايي، د دغه هېواد مونیخ ښار کې تورن افغان چې د خلکو پر ګڼې‌ګوڼې، موټر وروستلی او ۳۶ کسان یې، ټپیان کړي، د نیولو پرمهال د الله اکبر ناره او دعا کړې. د جرمني د باوریا ایالت پولیسو دغه کس اسلام‌پاله افراطي بللی دی.

سمنګان کې چاودنه؛ څلور کسان ټپیان شوي

د سمنګان مرکز اېبک ښار په یوه جومات کې پر لمونځ کوونکو د لاسی‌بم چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي دي.

د سمنګان امنیه قومنداني څخه نن جمعه، سلواغې ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دوو کسانو د لمانځه پرمهال جومات ته لاسي‌‌بم اچولی چې له کبله یې، څلور کسان ټپیان شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې یادو کسانو د شخصي خصومت له امله دغه کار کړی دی.

د خوست شيخ زاید پوهنتون کې دوه پروژې ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شوې

د خوست شیخ‌ زاید پوهنتون مسوولان وايي چې دغه پوهنتون کې د دوو پروژې چارې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د خوست شيخ زايد پوهنتون څخه سلام‌وطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د لوړو زده‌کړو سرپرست مولوي ندامحمد ندیم له لوري د خوست شيخ زايد پوهنتون کې دوه پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

پکتیکا کې د کارخونو مسوولان: د برښنا او صنعتي‌پارک نشتون مو کاروبار اغېزمن کړی

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسولان شکایت کوي چې د برښنا او صنعتي پارک نشتون یې په کاروبار منفي اغيز کړی.

پکتيکا کې د توليدي کارخونو مسوولان وايي، د دولتي برښنا او صنعتي پارک نشتون له امله ستونزو سره مخ دي.

د ننګرهار پاسپورټ امریت ۳۸۲ میلیونه افغانۍ عواید ټول کړي

د ننګرهار پاسپورت امريت د روان کال په لسو میاشتو کې  شاوخوا ۳۸۲ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.

د ننګرهار امنیې قومنداني مرستيال محمدطاهر مبارز وايي، د تېرو لسو مياشتو پرمهال په دې ولایت کې ۶۵زره او ۴۹۵ کسانو ته پاسپورتونه وېشل شوي دي.

کابل کې ځانمرګی برید؛ دوه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

د کور او ښار جوړولو وزارت مخې ته نن پنچ‌شنبه، سلواغې ۲۵مه په شوي ځانمرګي برید کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د یاد وزارت ویاند محمدکمال افغان رسنیو ته تایید کړه چې برید ځانمرګی دی او بریدګر غوښتل چې دغه وزارت ته ننوځي چې د ساتونکو له‌خوا په نښه شوی.