د افغانانو لومړۍ ډله د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته ورسېده

د حج او اوقاف وزارت چارواکي وايي چې سږکال د حج ادا کولو لپاره د افغان زیارت‌کوونکو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته رسېدلې ده.

بېګاه ناوخته د کابل هوايي ډګر کې د افغان زیارت‌کوونکو د لومړنۍ الوتنې په اړه جوړې شوې غونډې ته د یاد وزارت چارواکو وویل چې دغه بهیر سعودي عربستان سره په همغږۍ پیل شوی دی.

روانه اپرېل میاشت کې له پاکستانه ۱۰۰زره افغانان هېواد ته راستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان  ۲۰۲۵کال د اپرېل میاشتې له لومړیو تر دې مهاله له پاکستان څخه نږدې ۱۰۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

یاد سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد شمېر کډوال د دوی له لوري د اپرېل له څلورمې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې ثبت شوي دي.

دریو ولایتونو کې په ۱میلیارد افغانۍ د برښنا پروژو چارې پیل شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برښنا دغه ۳ لویې پروژې د برښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زېربناوو پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي.

د نوښتونو ټاټوبی؛ یوه افغان ځوان په تش لاس ۲۰ کرنیز وسایل جوړ کړي

رضا سلحشور چې ۲۹ کاله عمر لري، په خپل نوښت یې، د کرنې برخه کې بېلابېل وسایل جوړ کړي دي. هغه ۲۲ ټراکټور، یو حرارتي جنراټور او د برښنا تولید یوه دستګاه جوړه کړې ده. سلحشور وايي، د یادو وسایلو د جوړېدو انګېزه یې، هېواد ته له بهره د واردېدونکو توکو او وسایلو څخه اخیستې ده.

امربالمعروف وزارت ۹۳۵ کوډګر نیولي

د امربالمعروف، نهې‌عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون ولایتونو کې د کوډګرو

امیر خان متقي د قطر لومړي وزیر سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې کړي

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن دوشنبه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسلو خبرې شوي دي.

امیرخان متقي: نړیوال دې د افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکړي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستيال او د (اوچا) عمومي مشر ټام فليچر سره ليدلي.
دغه کتنه کې هغه غوښتنه وکړه چې د افغانانو لاسنيوي ته دوام ورکړل شي، مرستې لومړيتوبونو سره عيارې او په داسې ډول ولګول شي چې پر داخلي بازار، اقتصادي ودې او داخلي ظرفيتونو اوږدمهاله مثبت اغېز ولري.

هلمند کې ۶ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شول

ځايي مسوولان وايي، دغه ۶ روغتیايي مرکزونه چې ۳ یې په سنګین او ۳ یې په کجکي ولسوالۍ کې د افغان روغتیایي خدماتو موسسې (AHDS) په مالي ملاتړ جوړ شوي، ۳۶ میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د هلمند د روغتیا رییس فضلي احمد شفیع‌الله وویل، دغه کلینیکونه به د مور او ماشوم د مړینې او د خوارځواکۍ کچې راکمولو کې مهم رول ولوبوي.

محرومیت کې د هیلو څرک؛ هغه نجونې چې د انځورګرۍ له لارې د پرمختګ هڅې کوي

د کابل په پُل‌سرخ کې یوې کوچنۍ کارخونې څخه د رنګ او تېلو بوی او د هنر د زده‌کولو لپاره د زده‌کونکو غږونه اورېدل کېږي.

د نقاشۍ دا کارخونه چې څلور دیوالونه یې رنګین انځورونه لري او نجونې د پنسلونو او برسونو په مرسته نقاشي کوي. ماه ګل وايي چې د انځورګرۍ  په دې ورکشاپ کې، هغې هڅه کړې چې خپل او په ټولنه کې د ښځو شتون وساتي.