
د تورخم عمري کډوالو کمپ کې ٣٤ ماشومان زېږېدلي
د تورخم د عمري کمپ روغتیايي کمېټې مسوول سید محمد شاهد وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د دویمې څپې له پیل راهیسې، د تورخم عمري لنډمهاله کمپ کې تردامهاله د بیرته راستنو شویو کورنیو ۳۴ ماشومان زېږېدلي.
ده وویل، د دغو نویو زېږېدلو له ډلې دوه یې په عملیات او پاتې نور په عادي ډول زېږیدلي چې ماشومانو او مېندو ته یې ټول روغتیایي خدمتونه رسېدلي دي.














