افغانستان کې دامهال تر ۵زره زیات کسان په تلسیمیا ناروغۍ اخته دي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د یوې غونډې پرمهال د تلسیمیا ناروغي نړیواله ورځ ولمانځله.

د یاد وزارت چارواکو په دې پروګرام کې وویل چې دامهال افغانستان کې له ۵۳۰۰ څخه ډیر خلک په تلسیمیا اخته دي چې وینې ته اړتیا لري.

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی. په جوړ شوي نندارتون کې زرګونه ټوکه دیني، سیاسي، ادبي، ټولنیز او معلوماتي کتابونه نندارې ته وړاندې شول.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم جوړ شوي نندارتون ته وویل، د کتابونو دغه نندارتون جوړېدو څخه یې موخه ځوانان کتاب او مطالعې ته رابلل دي.

ترکمنستان افغانستان سره د همکاري زیاتوالو ډاډ ورکړی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړيکو د کچې پر لوړولو خبرې کړي.
رشید مرادوف نږدې راتلونکې کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا خبر ډاډ ورکړ.

اسلامي امارت: د هند او پاکستان کړکېچ د سیمې په زیان دی

د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې د پاکستان او هند ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ بللی او ویلي، د د دواړو هېوادونو ترمنځ د وضعیت لا ترینګلي کېدل د سيمې په ګټه نه دی.
اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي امارت امنیت او ثبات د ټولې سيمې په ګټه بولي او له دواړو لوریو غواړي چې له زغم کار واخلي.

پاکستان پوځ ته د هند د تیري ځواب ورکولو واک ورکړی

د هند له بریدونو وروسته، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې نن چهارشنبه د لومړي وزیر شهباز‌شریف په مشرۍ غونډه ترسره کړې ده.
هغه دغه غونډه کې ویلي چې د هند توغندیز، هوايي او ډرون بریدونه د پاکستان له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور ۵۱مې مادې له مخې، پاکستان د تیري پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري.

کرزی پاکستان ته: د وسلو پرځای علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړئ

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له پاکستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد دې د وسلو او راکېټونو پرځای خپل علمي مرکزونه د افغان شخصیتونو په نوم کړي. کرزي پاکستان ته په اشارې سره همداراز ټينګار کړی چې افغانستان غوره علمي او فرهنګي شخصیتونه لري چې په وینا یې، نړۍ یې، درنښت لري.

پکتیا کې راستنو شويو ته د دوو ښارګوټو د جوړېدو چارې پیل شوې

د ريس‌الوزرا اداري مرستيال او د کډوالو د عالي کمېسون مشر مولوي عبدالسلام حنفي نن «سه‌شنبه، غويي ۱۶» په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل وويل، سرپرست حکومت ټولو راستنو شويو ته لومړنۍ مرستې چمتو کړي او د اوسېدو لنډمهالي کمپونه يې ورته جوړ کړي دي.

د انځورګرۍ په ژبه د زړه خبرې؛ افغان انځورګر: رسامي مې خپله زده‌کړې

د کندهار اوسېدونکی ۲۵کلن سیدیس اتش چې د طب پوهنځي زده‌کړیال دی او له تېرو څلور کلونو راهیسې په سکرو رسامي کوي.

سدیس چې دغه هنر له روزنې پرته زده‌کړی، خپل لومړۍ رسامي د درسي کتاب په وروستۍ پاڼه وکښله، هغه ساده طرحه چې هنر سره د نوموړي د لېوالتیا لومړی ګام و. هغه د خپل نږدې ملګرو په هڅونه دې لارې ته دوام ورکړی.