
اقتصادي معاونیت: افغانستان په ۱۳۰ برخو کې ځان بسیاینې ته رسېدلی
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، افغانستان په ۱۳۰ برخو کې بشپړې او ۱۰۰ برخو کې نیمهبشپړې ځان بسیاینې ته رسېدلی.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن (شنبه، سرطان ۷مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دامهال ټول هېواد ۶۰۰۰ صنعتي فابریکې په رسمي ډول فعالیت کوي چې ۱۳۵ زره کسانو ته په کې په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.














