
د بودیجې کمښت؛ اوچا: افغانستان کې د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) له لوري په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د تېرو پنځلس کلونو پرمهال د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه ک شوی او په وینا یې، که بېړنۍ بودیجه برابره نهشي، د تر ټولو پر ماین پوښلي هېواد کې به د ماینپاکونکو هڅې ناکامې شي.














