بدخشان کې یوه ځوان د «بدخشان» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی

مطېع‌الله مخبت چې د بدخشان د یفتل ولسوالي د رباطک کلي اوسېدونکی دی، په خپل زیار او نوښت د «بدخشان» په نوم اپلېکېشن جوړ کړی دی.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې سیمه کې یې، د برښنا نشتوالي، کمزوري انټرنټ او نورو ستونزو سره سره دغه اپلېکېشن جوړ کړی.

پکتيکا کې د خپل خُسر قاتل نیول شوی

د پکتیکا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، هغه کس نیولی چې خپل خُسر یې، وژلی و.

د پکتیکا امنیه قومانداني څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د زرغون شهر ولسوالي د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو هغه قاتل نيولی چې خسر يې په خپل کور کې د ټوپک په وسيله وژلی و.

د هېواد ۱۳ ولایتونو کې د اورښتونو اټکل شوی

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، تندو بادونو او له امله یې، د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

د ټرانسپورټ او هوانوردۍ وزارت نن سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د اورښتونو او سېلابونو دغه اټکل سبا چهارشنبه په یادو ولایتونو کې شوی دی.

له سړک د ډوډۍ ګټل؛ د هغو کسانو کیسه چې د سړک کندې ډکوي

د پروان په مرکز چاریکار ښار کې د سړکونو د ګڼه‌ګوڼې، تودې هوا او سوځنده لمریز لاندې، دوه کسان د سړک کندې ډکوي؛ دوی دا کار له دې هیلې سره کوي چې ښايي د لارې موټرچلوونکو څخه به یو څو افغانۍ ترلاسه کړي. علاوالدین چې د چاریکار ښار اوسېدونکی دی، له مجبورۍ عبدالشکور سره مرسته کوي.

د اوسپنې پټلۍ له لارې یوه اوونۍ کې ۷۷زره ټُنه توکي انتقال شوي

د سرپرست حکومت د ټول‌ګټو وزارت مسوولان وایي چې د تېرې یوې اوونۍ  پرمهال ۷۷زره او ۲۹ متریک ټُنه توکي د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقال شوي دي.

د دې وزارت ویاند، محمداشرف حق‌شناس، نن (سه‌شنبه، د چنګاښ ۲۴مه) په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا انتقالات د چنګاښ له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې ترمنځ شوي دي.

‏پکتيا کې په ۳۲ میلیونه افغانیو د برښنا رسونې پروژه بشپړه شوه

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د برښنا رسونې پروژه بشپړه او ګټې‌اخیستنې وسپارل شوه.

د پکتیا ولایت مقام څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د مرکز ګردېز اړوند ګواښ، سلات بېک، نوی کلی او تاخان‌خېلو سیمو ته د برښنا رسونې پروژه، د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او  ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې ده.

له یمن پر اسراییلو د ډرون برید شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې نن «سه‌شنبه، جولای ۱۵مه» له یمن څخه پر دوی د ډرون برید شوی دی.

د پوځ په وینا، ویشتل شوی ډرون یې، په هوا کې ویشتلی او شنډ کړی یې دی. دغه ډرون د اسراییلو سوېلي ښار اېلات ته نږدې ویشتل شوی دی.

غزه کې درې اسراییلي سرتېري وژل شوي او یو ټپي دی

د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې د نښتې پرمهال یې، درې سرتېري وژل شوي او یو افسر سخت ټپي دی.

 د اسراییلو پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سرتېري د غزې په شمال کې د حماس له لوري په راکېټ د یوه ټانک د ویشتلو له امله وژل شوي دي.

په دې پېښه کې د اسراییلو د پوځ یو افسر سخت ټپي شوی هم دی.

خوست کې امنیتي ځواکونو یوشمېر پوځي مهمات نیولي

د خوست امنیه قومنداني څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اسماعیل‌خېلو او مندوزیو ولسوالي د ترورېزم ضد امریت د یادې ولسوالي په مربوطاتو کې د یو کشفي راپور پربنسټ، له یوه کور څخه يوشمېر نظامي مهمات ترلاسه کړي دي.

دریو میاشتو کې طبیعي او غیرطبیعي پېښو کې ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال لومړیو دریو میاشتو حمل، ثور او جوزا کې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله ۴۲۱ کسانو ژوند بایللی او ۶۱۹ نور ټپیان دي.
هغه وویل، طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې د اوښتو ځاني زیانونو ترڅنګ، ۸ زره او ۳۴۵ جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې.

پکتيکا کې په ۱۶ميليونه افغانيو د دوو پروژو چارې پيل شوې

پکتیکا کې د ښرنې ښاروالي مسوولان وايي چې د ښرنې ښار اړوند سیمو د يو سړک او ګلدانونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

د ښرنې ښاروالي څخه سلام‌وطندار ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په يادو دوو پروژو څه باندې ۱۶ میلیونه افغانی لګښت کېږي چې چارې یې، «نن دوشنبه، چنګاښ ۲مه» پيل شوې.