
ډاکټران: د اومېندوارۍ پرمهال ډاکټر ته مراجعه اړینه ده
د نسايي-ولادي برخې یوشمېر ډاکټران وايي چې د سالمې اومېندوارۍ لپاره له اومېندوارۍ وړاندې او د اومېندوارۍ پرمهال په منظمه توګه ډاکټرانو ته د مېرمنو ورتګ اړین دی.
سلاموطندار په دغه راپور کې له شپږو اومېندوارو مېرمنو سره د مرکو پرمهال موندلې چې ډېری مېرمنې د شته دودونو او شرم لرلو له امله ډاکټر ته د معاینو لپاره په ځنډ یا هم کمه مراجعه کوي.














