پاکستان سره د لارو تړل کېدل، کندهار کې د فابریکو تولیدات زیات شوي

پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، د کندهار صنعتي سکتور کې د پام وړ مثبت بدلون رامنځته شوی. د دې ولایت صنعتي پارک کې د «دېګ مسالو» د تولیدي کارخونې مسوولان وايي، توانېدلې چې خپل ورځنی تولید له یو ټن څخه شپږ ټنو ته لوړ کړي. دوی وویل، تولید یې لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.

د بشري حقونو سازمانونه: ایران کې د اعتراضونو پرمهال ۱۶ کسان وژل شوي

د بشري حقونو دوو بنسټونو اعلان کړی چې د ایران په بېلابېلو سیمو کې د تېرې یوې اوونۍ د اعتراضونو پرمهال لږترلږه ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د «هه‌نګاو» د راپور له مخې، د دغو اعتراضونو له پیل راهیسې د وژل شویو شمېر ۱۷ کسانو ته رسېږي، خو د «هرانا» د بشري حقونو سازمان بیا د لږترلږه ۱۶ کسانو د وژل‌کېدو پخلی کړی دی.

فراه او هرات کې سېلابونه؛ زیانمن شوي مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړيوال پروګرام (WFP)نن دوشنبه، جنورۍ پنځمه/ مرغومې ۱۵مه، اعلان کړی چې د ملګروملتونو د اړوندو ادارو ټيمونه، د خپلو همکارو بنسټونو په همغږۍ، سېلاب‌ځپلو سيمو ته لېږدول شوي، څو د زيانمنو شويو خلکو اړتياوې وارزوي او بېړنۍ مرستې ورسوي.

فراه کې په ۱۹ میلیونه افغانیو ورزشي جمنازیوم جوړ شوی

د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې د احمدشاه بابا په تفريحي پارک کې يو ورزشي جمنازيوم د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت جوړ او په رسمي توګه ګټې‌اخيستنې ته سپارل شوی دی.

د فراه ښاروال، سردار محمدمرصاد، وايي چې دغه جمنازيوم د فراه ښاروالي له لوري پر یو جریب ځمکه جوړ شوی دی.

د غزې اوربند؛ اسراییلو پر بېلابېلو سيمو بريدونه کړي

د اسراییلي پوځ له‌خوا د امريکا په منځګړيتوب د تېر اکتوبر د اوربند له هوکړې سره ـ سره، په غزه کې د هغو سيمو پر ضد نوي پوځي عمليات شوي چې د اسراییلو تر مستقيم پوځي کنټرول لاندې نه‌دي.

د طبي سرچينو په وينا، د خان يونس په بېلابېلو سيمو کې د اسراییلي بريدونو له امله لږترلږه درې فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لوګر امنیه قومنداني: موټرچلوونکي دې د لیزري څراغونو له کارونې ډډه وکړي

د لوګر د امنیه قومنداني د ترافیکو مدیریت له لوري تېره ماښام د مرکز پل‌علم اړوند د شهیدانو په چوک او د محمداغې ولسوالي په یوشمېر سیمو کې د ناقانوني لېزري څراغونو د مخنیوي په موخه ځانګړي چیک‌پاینټونه جوړ کړي دي.