
د حماس مشر: چمتو یو چې خپلې وسلې ذخیره کړو
د حماس جګپوړی چارواکی باسم نعیم وايي چې د فلسطینیانو د ځان ساتنې لپاره چمتو دي چې د داسې طرحو په اړه بحث وکړي چې له مخې یې خپلې وسلې «ذخیره» کړي.
نعیم وویل چې حماس دغه دریځ د یوه اوږدمهاله اوربند یا هغه سیاسي بهیر په چوکاټ کې ارزوي چې موخه یې د خپلواک فلسطیني دولت جوړول دي.














