
دفاع وزارت کونړ کې زلزلهځپلو ته ۳۵ کورونه جوړوي
د اسلامي امارت د دفاع وزارت په ۳۳.۵ میلیون افغانیو د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۳۵ کورونو او یوه جومات چې د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري، جوړولو چارې پیل کړي.
د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ۳۵ کورونه د نورګل ولسوالي «مزار دره» کې جوړیږي او موخه یې د طبیعي پېښو له امله اغېزمنو کورنیو ته د دوامدارې سرپناه برابرول دي.














