ایران: هر ډول برید به د جګړې په مانا وي

یوه لوړپوړي ایراني چارواکي خبرداری ورکړی چې ایران به هر ډول پوځي برید د ځان پر ضد «بشپړه جګړه» وبولي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تمه ده د امریکا یوه الوتکې وړونکې بېړۍ او نور پوځي تجهیزات په راتلونکو ورځو کې منځني ختیځ ته ورسېږي.

اروپايي ټولنې افغانستان کې د زده‌کړې لپاره ۴.۷ میلیون یورو ځانګړي کړي

د اروپایي ټولنې د افغانستان څانګې د زده‌کړې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، د ملګرو ملتونو د ښوونې، علمي او فرهنګي سازمان یونسکو په همکارۍ، د افغانستان د ښوونې برخې ته ۴ میلیون او ۷۰۰ زره یورو ځانګړي کوي. اروپایي ټولنې زیاته کړې چې له دغې مرستې به په پنځو ولایتونو کې ۷ زره او ۵۰۰ ځوانان او لويان ګټه واخلي.

د روسیې، اوکراین او امریکا مذاکره‌کوونکو ابوظبۍ کې غونډه کړې

د روسیې، اوکراین او امریکا مذاکره‌ کوونکو د جمعې په ورځ ابوظبي کې سره ولیدل، څو د خاورې اړوند مهمې مسلې په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو پر اساس، د اوکراین د کړکېچ په اړه دغه درې‌اړخیزه امنیتي ناسته کې پر کوم مورد هوکړه نه ده شوې، خو خبرې به نن د جنوري په ۲۴مه هم دوام ومومي.

د واورې ورښت؛ د اوزبیکستان وارداتي برښنا پرې شوې

یاد شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پلخمري – کابل پر لویه لاره د ۲۲۰ کیلوولټه وارداتي برښنا مزی د شدیدو ورښتونو له امله زیانمن شوی دی. د دې مزي د پرې‌کېدو له کبله، په ګڼو ولایتونو کې د برښنا کمښت او پرله‌پسې پرچاوۍ رامنځته شوې دي.

هرات کې یوې مېرمنې ۳۰ ښځو ته د کار کولو زمینه برابره کړې

د هرات ښار په یوې څنډه کې یوه کوچنۍ کارخونه د ګڼو نجونو او مېرمنو لپاره د عاید پر سرچینې بدله شوې ده.

دغه کوچنۍ کارخونه کال وړاندې د یوې مېرمنې له لوري جوړه شوې چې دا مهال په‌کې ۳۰مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره شوې چې په‌کې بېلابېل ډوله برښنايي لامپونه جوړوي.

ژمی او د کار نشتوالی؛ کارګر: دوو اوونیو کې دوه ورځې کار کوو

که څه هم روان کال کابل کې د ژمي واوره په ځنډ وورېده، یوشمېر کارګر وايي چې د ژمي له پیله او د واورې په ورېدو سره یې، د کار کولو فرصتونه کم شوي دي.

د دوی په وینا، سړه هوا او د ودانیزو او خدمتونو چارو په کمېدو سره دوی ته ورځنۍ مزدوري کمه شوې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اړتیاوې نه‌شي برابرولی.

امریکا نن د روغتیا نړیوال سازمان څخه وځي

تمه ده چې امریکا نن پنجشنبه جنورۍ ۲۲مه په رسمي ډول د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) څخه ووځي. ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ د اجرایي فرمان له لارې اعلان کړی و چې امریکا به له نړیوال روغتیايي سازمانه ووځي. د امریکا د قانون له مخې، له سازمانه د وتلو لپاره باید یو کلن رسمي خبر ورکړل شي او ټول پاتې مالي مکلفیتونه ادا شي. دغه ګام د نړۍ پر روغتیايي وضعیت د منفي اغېزو په اړه له خبرداریو سره مخ شوی.

پاکستان کې اورلګېدنه؛ د مړو شویو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی

پاکستاني چارواکو ویلي چې د کراچۍ په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو شمېر لږترلږه ۶۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، د ګل پلازا شاپنګ سنټر د لټون او ژغورنې عملیات د پنجشنبې پر ورځ هم روان وو او ډلې هڅه کوي له هغو تر ۸۰ ډېر کسانو برخلیک معلوم کړي چې د شنبې ورځې د اورلګېدنې وروسته لاهم نادرکه دي.

پر غزې د اسراییل بریدونه؛ د ۳ خبریالانو په ګډون ۱۱ فلسطینیان وژل شوي

پر غزې د اسراییلي ځواکونو تازه بریدونو کې د ٣ خبریالانو په ګډون ١١ فلسطینیان وژل شوي. د راپورونو پر اساس، وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي او شپږ کسان ټپیان شوي. د غزې روغتیايي مسوولان وايي، د اوربند له اعلان سره سره، د اسراییلي ځواکونو بریدونه په بېلابېلو سیمو کې نه‌دي درېدلي او لاهم ملکي وګړي په نښه کوي.