وړیا ښوونیزې ویډیوګانې؛ د ځوانانو مهارتونو لوړولو لپاره نوی فرصت

له ۲۸ ځوانانو (۱۴ نجونو او ۱۴ هلکانو) سره د سلام‌وطندار د خبرو موندنې ښيي چې دغو ځوانانو په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو وړیا ښوونیزو ویډیوګانو له لارې خپل فردي، تعلیمي او مسلکي مهارتونه لوړ کړي.
دغه ځوانان وایي چې ډیجیټلي زده‌کړې یې د یوټیوب، فېسبوک، انسټاګرام، ټیلیګرام او واټساپ له لارې په انلاین بڼه ترلاسه کړي.

امریکا کې توپان؛ زرګونه الوتنې او ۲۳۰۰۰۰زره کسانو برښنا پرې شوې

د امریکا په ډېرې برخو کې د «فیرن» په نوم د تاریخي ژمني توپان له امله څه باندې ۴۰۰۰ الوتنې لغوه شوې او د یکشنبې لپاره نږدې ۹۴۰۰ نورې هم ځنډول شوي دي.

دغه توپان چې د ټکساس له لوېدیځ تر ختیځ پورې پراخېدونکی دی، تراوسه د شاوخوا ۲۳۰۰۰۰زره خلکو برښنا پرې کړې ده.

اسراییلو غزه کې د لرګیو راټولونکي ماشومان په نښه کړي

طبي سرچینو ویلي چې د غزې شمالي سیمه کې د اسراییلو د ډرون برید پرمهال د یوې کورنۍ دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ویل کېږي ماشومان د یوې کورنۍ غړي وو او هغه مهال په نښه شوي چې د کمال عدوان روغتون ته نږدې یې لرګي راټولول.

د حقاني او ډيکارلو لیدنه؛ پر دوامداره تعامل ټینګار شوی

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه پر اېکسپاڼه لیکلي چې دې ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د تعامل په پرمختګ، د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې په همکاریو، د اقتصادي ثبات پر پیاوړتیا، د خصوصي سکټور پر وړاندې د محدودیتونو لرې کولو پر لارو چارو او د ملګرو ملتونو له لوري د بشري همکاریو پر موثریت بحث او خبرې شوي.

امیرخان متقي او ډيکارلو د تعامل په پراختیا خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډي‌کارلو سره لیدلي.

د بهرنیو چارو وزارت تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کتنه کې دواړو لوريو د اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ترمنځ د تعامل او د دوحې پروسې ناستو په تړاو هراړخيز بحثونه وکړل.

وروستیو واورو او بارانونو کې ۶۱ افغانانو ژوند بایللی

تېرو دریو ورځو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې واورو او بارانونو درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویلي چې ۱۵ ولایتونو کې تېرو دریو ورځو کې د واورو او بارانونو پرمهال ۶۱ کسانو ژوند بایللی او ۱۱۰ نور ټپیان شوي.

پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل، تراوسه پورې شاوخوا ۳۶۰ کورنۍ زیانمنې شوي او د مرستو رسولو بهیر دوام لري.

اسټرالیا کې یوه ۱۲کلن هلک د شارک له برید وروسته روغتون کې ساه ورکړې

د استرالیا د سیدني ښار اړوند د سیند پر غاړه د یوه شارک کب له برید وروسته یو ۱۲ کلن هلک په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د هلک کورنۍ په یوه بیان کې د هغه د مړینې پخلی کړی دی. دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د استرالیا د ختیځ ساحل په اوږدو کې په وروستیو ورځو کې د شارک څو بریدونه ثبت شوي دي.

ملګري ملتونه: د افغانستان راتلونکې په زده‌کړو پورې تړاو لري

د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان یونسکو او د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف یوه ګډه اعلامیه کې افغانستان کې د زده‌کړې حق لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې. یونسکو او یونیسف ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی په خوندي او ټول‌شموله زده‌کړه پورې تړلی دی، داسې چې هېڅ نجلۍ او هلک له زده‌کړو محروم نه‌شي.

اوکراین: ۲۴ ساعتونو کې روسیې ۲۲۳ بمونه او ۷زره ډرون توغولي

د اوکراین پوځ وایي چې د هېواد په ختیځو سیمو، په ځانګړي ډول د دونېڅک او خارکیف په لومړیو کرښو کې لاهم نښتې روانې دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو عمومي قومنداني په خپل ورځني جګړه‌ییزه راپور کې ویلي، روسیې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر اوکرایني پوځي واحدونو او ملکي مېشت ځایونو ۹۰ هوايي بریدونه کړي دي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزیر: اسراییل پر ایران د برید نیت لري

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبرداری ورکړی چې  اسراییل د ایران پر وړاندې د پوځي برید لپاره د مناسب فرصت په لټه کې دی او په وینا یې، دا ډول اقدام کولی شي د سیمې بې‌ثباتي لا نوره هم زیاته کړي.

فیدان دا څرګندونې پرون جمعه، جنورۍ ۲۳مه، د ترکیې ټلویزیوني شبکې NTV سره په یوه مرکه کې وکړې.