امریکايي چارواکی: که ایران وغواړي واشنګتن خبرو ته چمتو دی

یو امریکايي چارواکي وايي، که ایران له واشنګتن سره د تماس غوښتنه وکړي، دغه هېواد له تهران سره د «همکارۍ او خبرو» لپاره چمتو دی.

رویټرز خبري اژانس نن سه‌شنبه (د سلواغې ۷مه / د جنورۍ ۲۷مه) د دغه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران د خبرو له شرایطو خبر دی او پوهېږي چې په احتمالي مذاکراتو کې به کوم موضوعات مطرح کېږي.

ناروې له افغانستان سره ۹۹۰زره ډالره مرسته وکړه

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان څانګې اعلان کړی چې د ناروې حکومت افغانستان ته ۹۹۰زره امریکايي ډالره مرسته کړې ده.

اوچا نن سه‌شنبه، (د سلواغې ۷مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دا مرسته به په افغانستان کې د بېړنیو بشري بحرانونو د مدیریت او ځواب ویلو لپاره ولګول شي.

نریندرا موډي: هند او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ تاریخي تړون وروستی کړ

د هند او اروپايي ټولنې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تاریخي هوکړه وروستۍ شوه چې د نړۍ د اقتصاد شاوخوا څلورمه برخه به تر پوښښ لاندې راولي.
د هند لومړي وزیر نریندرا موډي نن سه‌شنبه وویل: «د نړۍ خلک دا تړون د ټولو تړونونو مور بولي. دا هوکړه به د هند د ۱.۴ میلیارد وګړو او په اروپا کې د میلیونونو خلکو لپاره ستر فرصتونه رامنځته کړي.»

د ماشومانو ژغورنې سازمان: ژمی د زلزله‌ځپلو ماشومانو ژوند ګواښوي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان «Save the Children» د افغانستان برخې ویلي، دې وروستیو کې درنې واورې د دې هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو ماشومانو روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړې.

دغه بنسټ دوشنبه د دلو ۶ ویلي چې په ختیځ کې ۵ زره او ۷۰۰ زلزله‌ځپلې کورنۍ په لنډمهالو کمپونو کې ژوند کوي.

امریکا کې واورو او توفان ۲۸ کسان مړه کړي

د امریکا بېلا بېلو ایالتونو کې د تېرو څو ورځو واورو، توفانونو او سړې هوا له امله ۲۸ کسان مړه شوي.

د راپورونو پراساس، امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ښايي د مړینو شمېر نور هم لوړ شي.

همدارنګه د واورو او توفانونو په دلیل امریکا کې ۱.۵ میلیون کسانو او سوداګریزو مرکزونو ته برښنا قطع شوې.

چارواکو ویلي چې ښايي په سلګونه زره نورو کسانو هم برښنا پرې شي، نو په دې توګه یې غوښتنه کړې چې د برښنا او ګاز دواړو کارول کم کړي.

منځني ختیځ کې د امریکا پوځي حضور پر ایران د برید سناریو پیاوړې کړې

په منځني ختیځ کې د ابراهام لینکن د الوتکو وړونکې بېړۍ ځای پر ځای کېدل او د امریکا له‌خوا خلیجي هېوادونو سره ګډ پوځي تمرینونه، پر ایران د امریکا د احتمالي برید سناریو تر بل هر وخت پیاوړې کړې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران تر څار لاندې لري او یوه لویه پوځي بېړۍ یې د ایران پر لور لېږلې ده.

اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوازې د ۳ رسنیزو ملاتړو بنسټونو جوازونه تمدید کړي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ یوازې د دریو بنسټونو جوازونه یې تمدید او د پاتې نورو یې لغوه کړي.

دغه وزارت نن دوشنبه دلوې ۶ / جنوري ۲۶ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خبریالانو او رسنیو له پرلپسې شکایتونو وروسته یې د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هراړخیزه ارزونه کړې.

ډیکارلو کابل ته د سفر په پای کې د نجونو د زده‌کړې او کار حق مهم بللی

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ دفتر یوناما ویلي چې د دغه سازمان د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو کابل ته خپل سفر پایته رسولی.

یوناما تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي چې ډیکارلو د اسلامي امارت له چارواکو سره لیدنه کې په افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده‌کړې او کار حق د بېرته ورکولو پر اړتیا ټینګار کړی.

دایکندي کې د سکرو بخارۍ لوګي له امله ۴ ځوانو هلکانو ژوند بایللی

د دایکندي نیلي ښار کې د سکرو بخارۍ لوګي له امله ۴ ځوانو هلکانو ژوند له لاسه ورکړی. ‏د دایکندي امنیې قومندانۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي، یادو ځوانانو ۱۶, ۱۷, ۱۸ او ۱۹ کاله عمر درلود چې د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو. خبرپاڼه کې ویل شوي چې ژوند بایلونکي زده‌کونکي دي او د کانکور ازموینې لپاره د چمتوالي په موخه یې نیلي ښار کې درسونه تعقیبول.