د افغانستان ناخالصو تولیداتو ۲،۷ سلنه وده کړې

نړیوال بانک وايي، د افغانستان تولیدات په روان زېږدیز کال کې ۲،۷ سلنه زیات شوي او دغو تولیداتو د تېرو اقتصادي زیانونو یوازې ۱۰ سلنه جبران کړي دي.
دغه بانک په یوه راپور کې لیکلي چې افغانستان په روان زېږدیز کال کې د منځنۍ کچې اقتصادي وده کړې او دې ودې یې په اقتصاد کې د تشکیلاتي ستونزو پر حل ډېر کم اغېز کړی دی.

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلی وکړ

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په سوریه کې د بشارالاسد حکومت د پرځېدو هرکلي ترڅنګ ویلي چې د تحریر شام پلاوي او د دغه هېواد خلکو ته د «جګړې او بې‌ثباتۍ اصلي لاملونو» د له منځه وړلو له کبله مبارکي وايي.
دغه وزارت پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، تمه لري په سوریه کې روان وضعیت داسې مدیریت شي چې په دغه هېواد کې یوه سوله‌ييز او یوموټي نظام جوړېدو ته لاره هواره کړي.

خان‌جان الکوزی: نړیوالو بندیزونو هېواد کې پانګونې ته لېوالتیا کمه کړې

په هېواد کې پانګونې ته د افغان پانګوالو د لېوالتیا په اړه د ایران د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مشر له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، هېواد کې د پانګونې ټولو فرصتونو له موجودیت سره سره، نړیوال بندیزونه یوه لویه ستونزه ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیونه ډالره بازار ته وړاندې کوي

د افغانستان بانک مسوولان وايي چې سبا « دوشنبه، لیندۍ ۱۹مه» به «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (یکشنبه، لیندۍ ۱۸مه) پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

روزګان کې د فوټبال ۳۰ورځنۍ سیالي د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

په روزګان کې د ورزش برخې مسوولان وايي چې یاد ولایت کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال پیل شوې سیالي پای ته ورسېدې.

د فوټبال دغه لوبې د ورزش ودې او ځوانو استعدادونو د پېژندنې په موخه پیل شوې وې چې یوه میاشت یې، دوام وکړ. د یادو لوبو اتولي د ځوانانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

لوګر کې ۱۱زره خرواره لرګیو ته د لېږد او پلور اجازه ورکړل شوه

لوګر کې چارواکي وايي چې د ازرې ولسوالي ولسونو ته لس ورځې اجازه ورکړل شوه چې د خپلې سیمې غرني او وچ لرګي د پلور لپاره بازار ته وړاندې کړي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د طبیعي منابعو امر نصرالدین بهیج سلام‌وطندار ته وویل، د ولایت په کچه ازرې ولسوالي ته په دې تړاو یو پلاوی لېږل شوی و.

ټرمپ: اسد لاړ او ساتونکې روسیه ورته لېواله نه‌وه

د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې بشارالاسد لاړ او ساتونکې روسیې یې، نور ساتلو ته لېوالتیا نه‌درلوده.

هغه پر خپله ټولنیزه رسنۍ لیکلي: «اسد لاړ او د پوتین په مشري روسیې، روسیې، روسیې چې د اسد ساتونکې وه، نور د هغه «بشارلاسد» ساتلو ته لېوالتیا نه‌درلوده.»

اسراییلي ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته سوریې ته ننوتل

سوریه کې د بشارالاسد په مشري د حکومت له نسکورېدو وروسته د اسراییلي ځواکونو ټانکونه له ۵۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره دغه هېواد ته ورننه شول.

اسراییلو اعلان کړی چې سوریه کې د وسله‌والو مخالفو د بریدونو په غبرګون کې دغه هېواد کې خپل پوځي حضور پیاوړی کوي.

میدان‌وردګ کې د ۴۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې

د میدان‌وردګ محلي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په جغتو ولسوالي کې د ۴۰ کېلومټره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې.

د دغه ولایت والي قاري بختیار معاذ له محلي چارواکو سره په ګډه یادې ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد سړک بیارغونې چارې پیل کړې.

روزګان کې د شهیدانو ورثوو ستونزې؛ «یتیمان راغاړې دي او څه نه‌لرم»

زرمینه د روزګان په یوه کلیوالي سیمه کې ژوند کوي او د خپل وژل شوي خاوند د حقوقو ترلاسه کولو په لټه کې ده.  زرمینه د خپلو یتیمو ماشومانو د پالنې او د ناروغۍ له کبله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.

نوموړې وايي چې تراوسه ورسره د حکومت له لوري هېڅ ډول مرسته او لاسنیوی نه‌دی شوی.

بدخشان کې د «حکیم ناصر خسرو» مقبره بیاورغول شوه

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د «حکیم ناصر خسرو» مقبرې د بیارغونې چارې بشپړې شوې دي.

دغه مقبره د بدخشان یمګان ولسوالي کې ده چې د لومړي ځل لپاره په معیاري توګه بیارغول شوې.

پکتيــــا کې د یوه کانال او سربند د جوړېدو چارې بشپړې شوې

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کانال و سربند د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې‌‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رياست له لوري نن شنبه، لیندۍ ۱۷مه سلام‌وطندار په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه سربند او کانال د څمکنیو ولسوالي په منده‌خېلو کې جوړ شوي دي.

لوګر کې ټرافیکي پېښه؛ دوه مړه او دوه ټپیان شوي

د لوګر امنيه قومنداني چارواکي وايي چې جمعه، لېندۍ ۱۶مه سهار د کابل-لوګر پر لویه لاره د يوې ټرافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قومنداني وياند مولوي احمدالله انس سلام‌وطندار ته وويل، دغه پېښه د کابل-لوګر پر لويه لاره د مرکز پل‌علم ښار اړوند په «شش‌قلعه» سیمه کې د يوه ټېلر او رنجر موټر د ټکر له امله رامنځته شوې.

زابل کې د شپږو میاشتو پرمهال د ۷۰ جنايي پېښو په تړاو ۱۰۸ کسان نیول شوي

د زابل امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرو شپو میاشتو پرمهال ۷۰ جنايي پېښې شوي چې په تور یې، ۱۰۸ کسان هم نیول شوي دي.

چارواکي وایي چې تېر ته په پرتله دغه ولایت کې د جنايي جرمونو پېښې د پام وړ کمې شوي او په وینا یې، لامل یېو د جرمونو مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو پر وخت مداخله او عملي اقدامات دي.

کندهار کې د ورزشکارانو ترمنځ دودیزې لوبې وشوې

په دې لوبو کې رسۍ‌کشکول، ډبره غورځونه، او د لاس زور سیالي شاملې وې. د یادو سیالیو پیل په مراسمو کې د کندهار د سپورټ او بدني روزنې ریاست معاون حیات‌الله عتیق، د ملي او عنعنوي لوبو لوی مدیر حکمت‌الله عبیدي، د غیرالمپيکي لوبو مدیر احمدولي مدیرآغا، او ګڼ‌شمېر ورزشي مسوولانو او نندارچیانو ګډون کړی وو.