پنجوايي کې ۲۰۰۰غواګانو ته د لمپي‌سکېن ناروغي ضد واکسین ورکړل شو

د کندهار په پنجوايي ولسوالي کې ۲۰۰۰ غواګانو ته د پوستکي ناروغي ضد «لمپي‌سکېن»  واکسین ورکړل شوی دی.

دغه واکسین د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک او کرنې نړیوال سازمان (FAO) په مالي ملاتړ ورکړل شوی دی.

کجکي کې په ۶.۶ میلیونه افغانۍ د پاکواوبو شبکه جوړه شوه

د هلمند په کجکي ولسوالي کې د ۶.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو لپاره د یوې شبکې د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

د اوبو دغه ذخیره د هلمند د کلیوبیارغونې او پراختیا ریاست تر څار لاندې او د یونېسف ادارې په مالي ملاتړ، د کجکي په لویه نېچه کلي کې جوړه شوې.

ملابرادر:‌ د لوګر د اوسېدونکو ستونزو ته به رسېدنه وشي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر لوګر ته د یوه سفر  پرمهال د دغه ولایت له چارواکو سره لیدلي دي.

د لوګر مقام کې جوړې شوې غونډې ته د دغه ولایت والي مولوي ضیاالرحمن مدني د یاد ولایت د اوسېدونکو د پوهنې، روغتیا، کرنې او د اوبو مدیریت برخه کې شته ستونزې شریکې کړې.

متقي او مردوف د ټاپي پروژې د کار پر چټکوالي خبرې کړي

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر‌خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې له نږدې کتلې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وايي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې د ویزو ورکړې پر اسانولو، د اوسپنې پټلۍ لارې تمدید، افغانستان ته د نوري فایبر لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر لېږدرالېږد خبرې‌ اترې کړې دي.

د اقتصاد وزارت: روان کال په افغانستان کې د نږدې اووه میلیارډه ډالرو پانګونه شوې

د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تراوسه بېلابېلو کورنیو او بهرنیو شرکتونو د لس میلیارډه او ۶۵۴ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او له دې ډلې له افغانستان سره د پانګونې لپاره د شپږ میلیارډه او ۶۰۰ میلیونه ډالرو هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

هرات کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتوالي په اړه د خلکو شکایت

د هرات یوشمېر اوسېدونکي د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله په دغه ولایت کې د برښنا پرچاوۍ د زیاتېدو په اړه شکایت کوي.
د هرات ښار د بکراباد سيمې اوسېدونکې سيما سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستيو ورځو کې یوه شپه او ورځ کې یوازې له درېوو تر څلورو ساعتونو پورې برښنا لري.

له ایرانه د افغانانو را اېستلو بهیر چټکتیا؛ کډوال: پولیس ناوړه چلن کوي

په ایران کې یوشمېر افغان کډوال او د نورو هېوادونو اوسېدونکي چې په دې وروستیو کې له دغه هېواده شړل شوي، له کډوالو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلن او د اېستلو بهیر د ګړندي کېدو خبر ورکوي.
نوراحمد او نظري دوه هغه افغان کډوال دي چې په ایران کې ناقانونه ژوند کوي وايي، پولیسو په وروستیو ورځو کې د کډوالو د نیولو بهیر چټک کړی او دی ترې پټ کار ته ځي.

یوا‌ن‌ډي‌پي په افغانستان کې د زعفرانو او مېوې ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه جوړه کړې

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مسوولان وايي، د افغان کروندګرو د ملاتړ او د کوکنارو د بدیل کښت لپاره د اسانتیاوو برابرولو په موخه یې د مېوو او زعفرانو د کښت لپاره ۲۰۰۰ هېکټاره ځمکه برابره کړې ده. د دغه پروګرام له لارې به له ۶۰ زره افغان کورنیو سره مرسته وشي.

الجولاني پر سوریې د اسراییلو بریدونه د توجیه وړ نه‌دي

د تحریر شام پلاوي مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې اسراییل په ښکاره ډول د سوریې له پولو ور تېر شوي او دغه کار یې په سیمه کې نورو نښتو ته لاره هواره وي.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې الجولاني دا خبره پرون کړې او زیاته کړې یې ده چې پر سوریې د اسراییلو د برید لپاره وړاندې شوي دلایل هم د توجیه وړ نه‌دي.

ترکیې له دولس‌کلن ځنډ وروسته په سوریه کې سفارت پرانېست

ترکیې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت له سقوط وروسته د دغه هېواد په پلازمېنې دمشق کې خپل سفارت پرانېست.
د ترکیې اناتولي خبري اژانس خبر ورکړی چې په دمشق کې د ترکیې سفارت پرون له دولس‌کلن ځنډ وروسته خپل فعالیت بېرته پیل کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت ۴۲۴ تخصصي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې د عامې روغتیا وزارت ۴۲۴ تخصصي بستونو لپاره ازموینه واخیسته.

د دغې ادارې مسوولان وايي، د عامې روغتیا وزارت د څلورمو، پنځمو او شپږمو ۴۲۴ خالي بستونو لپاره ۳ زره او ۹۴۰ کسانو غوښتن‌لیکونه ورسپارلي وو چې ۳ زره او ۵۸۵ یې په شرایطو برابر پېژندل شوي.

میدان‌وردګ کې د ۶ ولایتونو د والېبال سیالیو اتلولي «میدان‌اتلان» لوبډلې وګټله

د میدان‌وردګ په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو ولایتونو ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالي د میدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د یاد ولایت والي ویاند وحید‌الله سروري سلام‌وطندار ته وویل چې یادې لوبې د ځوانانو یووالي په موخه یوه اوونۍ وړاندې د میدان‌وردګ بدني روزنې او ورزش آمریت او د والیبال فدراسیون په ګډه همکارۍ جوړې وې.

افغانستان او زمبابوې نن درېیمه شل اووره سیالي کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به نن شنبه، لیندۍ ۲۴مه د درېوو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ ګټلو لپاره له زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې سیالي وکړي.

یاده سیالي به نن مازدیګر څلور بجې د زمبابوې په حرېرې کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

ټسلا په خپلو موټرو کې د یوه نوي ځیرک سېسټم څخه پرته پورته کړه

چین کې د موټر جوړولو «ټسلا» شرکت مسوولان وايي چې په خپل‌کاره توګه د موټرو تګ یا « Actually Smart Summon»  سېسټم یې وړاندې کړی دی.

دغه ځیرک سېسټم د ټسلا اړوند موټرو کې لګول شوی او موټر ته اجازه ورکوي چې د موټرچلوونکي په اشاره تر یوه ځای تګ‌راتګ وکړي.