
د ایران د بهرنیوچارو وزیر د یوه پلاوي په مشري کابل ته راغی
کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د یوه پلاوي په مشري نن یکشنبه، سلواغې اوومه کابل ته راغلی دی. یاد وزارت همداراز لیکلي چې دغه سفر به د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو ګټو برخه کې اغېزمن تمام شي.














