د پنبې تولید زیاتوالی؛ کروندګر: د هېواد بازارونو کې یې بیه ټيټه شوې

د کندهار د مالوچو کروندګرو سلطان سلام‌وطندار ته وايي چې پخوا به یو من پنبه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې، بیه ۲۵۰ افغانیو ته راښکته شوې. «پنبه به مو کرله او ډېرې ناروغۍ به وې، د حاصل پرمهالب به یې، په ټیټه بیا راڅخه غوښتله، پخوا ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۵۰ افغانۍ ته ښکته شوې چې ګټه نه‌لري.»

د نتن‌یاهو څرګندونو ته غبرګون؛ ا.ا: د فلسطینیانو له حقونو سرغړونه ده

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو لومړي وزیر هغو څرګندونو ته چې فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي، کلک غبرګون ښودلی دی.

یاد وزارت نن دوشنبه، سلواغې ۲۲مه په یوې خبرپاڼه کې د نتن‌یاهو څرګندونې  منل شویو نړیوالو نورمونو ته سپکاوی او د فلسطینیانو له حقونو څخه ښکاره سرغړونه بللې. خبرپاڼه کې همداراز ټينګار شوی چې تر هغو چې په فلسطین کې د خلکو حقوق نقض کېږي، غزه او سیمه به نارامه وي.

د سپین‌بولدک ـ چمن لار؛ پرلت‌کوونکي: له ویزې پرته دې تګ‌راتګ ته اجازه ورکړل وشي

پر سپین‌بولدک ـ چمن لار د بې‌ویزې تګ‌راتګ بندېدو پر ضد ملت‌پالو ګوندونو او پرلت‌کوونکو یو ځل بیا پراخ لاریونونه پیل کړي دي.

پرلت‌کوونکي وايي، پر دغه لاره د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورت شرط، د ولسي خلکو او سوداګرو لپاره ګڼې ستونزې پیدا کړي.

اسراییل او حماس روانه اوونۍ د اوربند خبرو بل پړاو پیلوي

د اسراییلو یو پلاوی غزه کې د سولې او اوربند راتلونکي پړاو خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له حماس سره د شوې هوکړې له مخې، د دغه هېواد مذاکراتي پلاوی د خبرو په موخه قطر ته تللی دی.

لیبیا کې ډله‌ییز قبر؛ د ۵۰ کسانو جسدونه موندل شوي

لیبیا کې چارواکي وايي چې د یاد هېواد په سوېل‌ختیځ کې په دوو ډله‌ییزو قبرونو کې ۵۰ جسدونه موندل شوي دي.

ویل کېږي، یادو کسانو غوښتل چې د شمالي افریقا له هېوادونو څخه اروپا ته ځانونه ورسوي.
د لېبیا امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي، لومړی ډله‌ییز قبر چې سوېل‌ختیځ ښار کوفرا کې موندل شوی، په‌کې د ۱۹ کسانو جسدونه پیدا شوي دي.

مصنوعي ځیرکتیا؛ ښوونیزه او د مهارتونو لوړولو برخه کې نوی بدلون

 مصنوعي ځیرکتیا په بېلابېلو ښوونیزو برخو کې سرچینو ته د ځوانانو لاسرسی اسانه کړی دی. سلام‌وطندار په دې راپور کې له ۲۱ ځوانانو سره چې لس هلکان او یوولس نجونې دي، د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د بهرنیو ژبو زده‌کړې او خپلو مهارتونو پیاوړتیا لپاره مرکې کړې دي.

ټرمپ: پوتین سره مې د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې ده په اوکراین د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

نیویارک پوسټ راپور ورکړی چې دواړو مشرانو اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره بحث او خبرې کړي.

سعودي: اشغالګر نه‌پوهېږي چې فلسطینیانو ته فلسطین څه دی

سعودي عربستان د اسراییلو د لومړي وزیر هغه څرګندونې په کلکه رد کړي چې ویلي یې و، فلسطین دې په سعودي عربستان کې جوړ شي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو له ۱۴‌کانال رسنۍ سره مرکه ویلي چې سعودي عربستان ډېره شاړه ځمکه لري او هلته دې د هېواد په توګه فلسطین جوړ کړي.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: پاکستان دې له اسلام‌اباد افغان کډوال نه‌باسي

د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري (یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) د پاکستان له حکومت غوښتنه کړې چې له اسلام‌اباد او راولپېنډۍ دې افغان کډوال نه‌باسي.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او د کډوالۍ نړیوال سازمان له دې وړاندې هم د پاکستان پر پرېکړه نیوکه کړې ویلي یې وو چې افغانستان ته د افغان کډوال بېرته ستنېدل به د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

نتن‌یاهو: سعودي ډېره شاړه ځمکه لري، هلته دې فلسطین جوړ کړي

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي چې سعودي عربستان پراخه تشه ځمکه لري او کولای شي، یو فلسطین هېواد په‌کې جوړ کړي.

نتن‌یاهو له ۱۴‌کانال رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: « سعودیان کولای شي چې سعودي عربستان کې یو فلسطینی هېواد رامنځته کړي، دوی شاړه ځمکه ډېره لري.»

د پاکستان او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن سیالي کوي

د پاکستان په کوربه‌توب د یاد هېواد، سوېلي‌افریقا او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې یو ورځنیوسیالیو لوبلړۍ، لومړي سیالي نن پاکستان او نیوزیلنډ ترمنځ ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماسپښین ۱:۳۰ بجې د پاکستان په لاهور ښار کې پیل شي.