
د جرمني چارواکي: تورن افغان د نیولو پرمهال «الله اکبر» ناره کړې
جرمني کې چارواکي وايي، د دغه هېواد مونیخ ښار کې تورن افغان چې د خلکو پر ګڼېګوڼې، موټر وروستلی او ۳۶ کسان یې، ټپیان کړي، د نیولو پرمهال د الله اکبر ناره او دعا کړې. د جرمني د باوریا ایالت پولیسو دغه کس اسلامپاله افراطي بللی دی.














