
لوګر کې ۱۲ درملتونونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ریاست د پلټنې او څارنې کارکوونکو له لوري په برهکيبرک ولسوالي کې ۱۲ شخصي درملتونونه د غیرې قانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولان وایي چې د دغه ریاست د پلټنې او څارنې کارکوونکو له لوري په برهکيبرک ولسوالي کې ۱۲ شخصي درملتونونه د غیرې قانوني فعالیت له امله تړل شوې دي.

د کندهار په نېش ولسوالي کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پراختیایي بودیجې تمویل شویو دوو مهمو پروژو څخه یوه بشپړه او د بلې پروژې تخنیکي سروې پای ته رسېدلې ده.

ټاکل شوې چې د هند او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې نن یکشنبه، مارچ نهمه په عربي متحده اماراتو کې د چمپینزټرافي یا اتلانو جام پایلوبه کې ولوبېږي.
یاده سیالي به نن ۱:۳۰ بجې په دوبۍ کرېکټ نړیوال لوبغالي کې پیل شي.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي نن (یکشنبه، د کب ۱۹) د عمان هېواد چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو د بحث لپاره هغه هېواد ته تللی.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل پر اېکسپاڼه لیکلي چې مولوي امير خان متقي د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير بدر بن حمد البوسعيدي په بلنه هغه هېواد ته په رسمي سفر تللی دی.

د غور د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فېروزکوه ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوو کسانو

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو

د کابل ښار د شهرنو سیمې په «حاجي یعقوب څلور لارې» کې هره ورځ ګڼشمېر کارګر په دې هیله د سړک پر سر ولاړ وي چې ګوندې څوک به یې، د کار لپاره بوځي.
محمدرحیم عظیمي چې هره ورځ د کار موندلو لپاره دې څلور لارې ته راځي، وايي، بېوزلۍ اړ کړی چې هره ورځ د کار موندلو لپاره شهرنو ته راشي، خو د ده په وینا، په تېرو شلو ورځو کې يې کار نهدی کړی.

د دایکندي د سنګتختوبندر ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکي وايي، برښنا ته نهلاسرسي نه یوازې د دوی ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی، د اداري چارو، ښوونې او روزنې او محلي سوداګرۍ پروړاندې هم جدي خنډونه رامنځته کړي دي.

د اوکراین په بېلابېلو سیمو کې د روسي ځواکونو د عملیاتو پرمهال ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین د بېړنیو خدمتونو ادارې نن شنبه، مارچ اتمه ویلي چې روسي ځواکونو د جمعې شپې پرمهال د ختیځ دونتسک په ډوبروپیلیا ښارګوټي برید کړی چې له امله یې، ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د یمن حوثیانو اسراییلو ته څلور ورځې وخت ورکړی چې غزې ته له بشري مرستو بار ولاړو لاریو ته د تګ اجازه ورکړي، ګنې دوی به د اسراییلو پروړاندې سمندري عملیات پیل کړي.

د سرپرست حکومت ویاند ذب-ېحالله م.جاهد د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت وايي چې افغان مېرمنې په هېواد کې له رواني او فزیکي اړخه په خوندیتوب کې ژوند کوي.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د افغان مېرمنو د عزت او حقوقو ساتنه د ا.ا له لومړیتوبونو څخه دی.

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د برازیل څلوراړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه کې کوربه او د نړۍ اتلې لوبډلې ته ۱ـ۴ ماته وخوړه. دغه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، افغانستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د دلوې تر پایه یوشمېر هېوادونو ته یو زر او سل

الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د سوريې په ساحلي ولایت «لاذقیه» کې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د وفاداره وسلهوالو بریدونو کې د دې هېواد

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» ویلي چې افغانستان سره د مرستې لپاره ۴۸ میلیون او ۵۰۰ زره ډالره ځانګړي شوي دي.
اوچا لیکلي چې د افغانستان لپاره د ځانګړو شویو څه باندې ۴۸ میلیون ډالرو له جملې ۱۹ میلیون یې د ملګرو ملتونو د چټګ غبرګون صندوق او ۲۹ میلیون او ۵۰۰ زره یې د بشردوستانه صندوق له لوري تامینیږي.

د مارچ ۸مې د ښځو نړیوالې ورځې په رانژدې کېدو سره، ملګروملتونو یوه رپوټ کې ویلي، د نړۍ په سطحه د ښځو او نجونو حقونه له بېمخینې ننګونو سره مخ شوي دي.
دغه رپوټ کې چې د کب په ۱۶مه خپور شوی راغلي چې ۲۰۲۴ کال کې د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ یو پر څلورمه برخه دولتونو شاهتګ لرلی دی.