له یمن څخه پر اسراییلو توغندی وېشتل شوی

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر لوري توغول شوی توغندی یې، شنډ کړی دی.

د اسراییلو پوځ نن جمعه، اپرېل ۱۸مه، په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه توغندی له هغه سیمې د دوی پر لور وېشتل شوی چې د ایران له ملاتړ برخمنه حوثي ډله ترې توغندیز بریدونه کوي.

جو بایډن: نوی حکومت لومړی ډز کوي بیا نښه نیسي

د امریکا مخکینی ولسمشر جو بایډن د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت ته په اشارې سره وايي چې نوی حکومت لومړی ډز بیا نښه نیسي.

بایډن د سپینې ماڼۍ تر پرېښودو وروسته د لومړي ځل لپاره په شیکاګو کې وینا کړې او د ټرمپ حکومت یې، ننګولی دی. نوموړي د ټرمپ په مشري حکومت باندې سختې نیوکې کړې دي.

پکتیکا کې په ۲.۷ میلیونه افغانۍ سربند او استنادي دیوال جوړېږي

پکتیکا کې د نږدې درې ميليونه افغانيو په لګښت د يوه سربند او استنادي ديوال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د پکتیکا د اوبو او انرژي رياست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سرحوضې اړوند د ګلردین کلي کې د يوه سربند او استنادي دېوال د جوړوېدو چارې د ۲،۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسوولانو او یوشمېر قومي مشرانو په شتون کې پیل شوې.

ای‌پي‌اېل لیګ؛ راجستان او ډیلي نن لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل په زړه پورو سیالیو په لړ کې نن چهارشنبه، اپرېل ۱۶مه راجستان رویلز له ډیلي کپېټلز سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن ماښام ۶:۳۰ بجې د هند د ډ‌یلي په «ارون جېټلې کرېکټ لوبغالي کې» پیل شي.

روسی سرتېری اوکراین ته د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم شوی

د روسیې پوځي محکمې د دغه هېواد یو سرتېری له جګړې د تېښتې او اوکراین ته په خپله خوښه د تسلیمېدو له امله په ۱۵ کاله بند محکوم کړی دی.

روسیې همداراز پنځه نور کسان چې عمرونه یې، له شلو ښکته دي، د چورلکې او اوسپنې پټلۍ تجهیزاتو ته د اوراچولو په تور د بند سزا ورکړې ده.

بهرنیو چارو وزارت: د شريعت پر احکامو نیوکه د زغملو نه‌ده

بهرنیو چارو وزارت ویلي، د قصاص حکم د تطبيق په اړه د يوناما څرګندونې چې قصاص په‌کې د ژوند حق خلاف بلل شوی او د دغه حکم د لغو کولو غوښتنه يې کړې، غيرمسؤولانه عمل دی.
د دغه وزارت په وینا، د اسلامي شريعت پر احکامو د نقد جسارت غيرمسؤولانه، د يوناما د ماموريت خلاف او د نه‌زغم عمل دی چې بايد راتلونکې کې ترې ډډه وشي.

ذبیح‌الله مجاهد: نن کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کیږي

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، نن (چهارشنبه، وري ۲۷) کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې «JCC» ګډه غونډه ترسره کیږي.
په دې غونډه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.

کندوز کې په ۷.۵ میلیونه افغانۍ د لوړتناژ تله ولګول شوه

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي چې د کندوز په اړوند سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول په موخه د ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت، د لوړتناژ تله ولګول شوه.

دغه تله د کندوز د دشت‌ارچي ولسوالي اړوند دشت‌ابدان سیمه کې د باروړونکو موټرو د وزن کنټرول او سړک خرابېدو مخنیوي لپاره لګول شوې ده.