
د یمن پوځ: د امریکا دوه بېپیلوټه الوتکې مو لهمنځه یوړې
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند یحیی سریع ویلي، یوه “امکیو٩” ډوله امريکايي بېپيلوټه الوتکه یې د پلازمينې صنعا پر اسمان نسکوره کړې. هغه ویلي، دا تېرو ٢٤ ساعتونو کې دویمه او روانه میاشت کې شپږمه بې پيلوټه الوتکه ده چې له منځه وړل کیږي. د غزې جګړې له پیل راهیسې د نسکوره شویو “ام کیو ٩” ډوله بې پیلوټه الوتکو شمېر بیا ٢١ ته لوړ شوی.














