
د امریکا یوه جېټالوتکه سره سمندر ته لوېدلې
د امریکا سمندري ځواک وايي چې د دوی یوه جېټالوتکه له بېړۍ څخه سره سمندر ته لوېدلې ده.
په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی.

د امریکا سمندري ځواک وايي چې د دوی یوه جېټالوتکه له بېړۍ څخه سره سمندر ته لوېدلې ده.
په پېښه کې یو کس ټپي شوی هم دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد نن (سهشنبه، ثور ۹) رسنیو ته استولې ویډیو کې ویلي، تېر لمریز کال ۱۴۰۳ له هند

د حج او اوقاف وزارت چارواکي وايي چې سږکال د حج ادا کولو لپاره د افغان زیارتکوونکو لومړۍ ډله سعودي عربستان ته رسېدلې ده.
بېګاه ناوخته د کابل هوايي ډګر کې د افغان زیارتکوونکو د لومړنۍ الوتنې په اړه جوړې شوې غونډې ته د یاد وزارت چارواکو وویل چې دغه بهیر سعودي عربستان سره په همغږۍ پیل شوی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې د روان ۲۰۲۵کال د اپرېل میاشتې له لومړیو تر دې مهاله له پاکستان څخه نږدې ۱۰۰زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
یاد سازمان پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد شمېر کډوال د دوی له لوري د اپرېل له څلورمې د همدې میاشتې تر ۲۸مې نېټې پورې ثبت شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن (سهشنبه، ثور ۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي کابل کې د ایران سفیر

د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین په دویمه نړیواله جګړه کې د شوروي اتحاد او متحدینو د بریا ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت اوکراین سره جګړه کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ.
رویټرز خبري اژانس نن سهشنبه، اپرېل ۲۹مه په یوه راپور کې ویلي چې دا ۷۲ ساعته اوربند به د راتلونکې مې میاشت له ۸ او ۱۰ پلی شي.

نړیوالو رسنیو نن (سهشنبه، ثور ۹) راپور ورکړی چې د اوسني موقت لومړي وزیر مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند د دولت جوړولو لپاره اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي دي.
که څه هم د څوکیو شمېرل دوام لري، خو لیبرال ګوند د ۳۴۳ ټاکنیزو حوزو له ډلې ۱۶۷ حوزو کې مخکې دی.
د مارک کارني په بریا سره لیبرال ګوند د یوې لسیزې لپاره په واک کې پاتې کیږي.
هغه په اوټاوا کې تر بریا وروسته وینا کې وویل، امریکا سره د کاناډا پخوانۍ اړیکې پایته رسیدلي.

د حزبالله مشر نعیم قاسم د لبنان پر حکومت غږ کړی چې په هېواد کې د اسراییلو د ورځنیو بریدونو د پای ته رسولو لپاره لاډېر کار وکړي.
نوموړي په یوې ټلوېزیوني وینا کې ویلي چې حزبالله د اوربند تړون ته ژمن پاتې شوی، خو په وینا یې، اسراییلو مات کړی او بریدونه یې، روان ساتلي دي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، په کندهار، زابل او هلمند ولایتونو کې د برښنا دغه ۳ لویې پروژې د برښنا په برخه کې ځان بسیاینې ته د رسېدو، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو او زېربناوو پياوړتيا پر لور مهم ګامونه دي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر سره

پاکستان دفاع وزير خواجه محمد اصف رويټرز خبري اژانس سره تازه مرکه کې ويلي، داسې ښکاري چې هند به ډېر ژر په پاکستان بريد وکړي، خو په وینا یې دغه برید ته د ځواب ورکولو لپاره بشپړ تياری لري.
هغه دغه مرکه کې وویل، خپل ځواکونه یې پیاوړي او چمتو دي، ځکه په نږدې راتلونکې کې د دغه بريد د ترسره کېدو احتمال شته.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم وویل، مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه څېړنې کیږي.

د امربالمعروف، نهېعنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر وویل، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د پلازمېنې کابل په ګډون ولایتونو کې د کوډګرو

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه هېواد لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني نن دوشنبه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دوه اړخیزو همکاریو او د ګډو ګټو پر یو شمېر مسلو خبرې شوي دي.

ټرمپ یکشنبه، اپرېل ۲۷مه په نیوجرسي کې خبریالانو ته ویلي: «د ایران وضعیت په تړاو فکر کوم چې شرایط ښه روان دي. فکر کوم چې هوکړې ته به ورسېږو. ډاډمن یم چې داسې به وشي، موږ به د بمبارۍ له اړتیا پرته یوې هوکړې ته ورسېږو.» په ورته مهال دواړو لوریو ژمنه کړې چې د مذاکراتو راتلونکې ناسته به وکړي.