
پاکستان پوځ ته د هند د تیري ځواب ورکولو واک ورکړی
د هند له بریدونو وروسته، د پاکستان د ملي امنیت کمېټې نن چهارشنبه د لومړي وزیر شهبازشریف په مشرۍ غونډه ترسره کړې ده.
هغه دغه غونډه کې ویلي چې د هند توغندیز، هوايي او ډرون بریدونه د پاکستان له حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه ده او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور ۵۱مې مادې له مخې، پاکستان د تیري پر وړاندې د ځواب ویلو حق لري.














