
پر ایران د امریکا برید؛ نتنیاهو له ټرمپ مننه کړې
د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران په اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې مننه کړې. نتنیاهو نن

د اسراییل لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو د ایران په اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې مننه کړې. نتنیاهو نن

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران تر برید وروسته وینا کې وایي، ایران اوس باید سوله وکړي کنه نو په خبره یې، “راتلونکي بریدونه به تر دې سخت وي.”
هغه وویل، د ایران په دريو اټومي تاسیساتو یې بریالي عملیات کړي او په بشپړ ډول له منځه وړي دي.
هغه د خپلې وینا یوه برخه کې ایران د منځني ختیځ قُلدر وباله او زیاته یې کړه چې که دغه هېواد سوله ونه کړي، تر ننني سهار لا ډېره ستره ستراتیژي عملي کېدونکې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولنیزه رسنۍ سوشیل ټروټ لیکلي چې د ایران پر دریو اټومي مرکزونو فردو، نطنز او اصفهان یې بریدونه کړي.
نوموړي نن (یکشنبه، سرطان لومړۍ) ویلي، پر فردو تاسیساتو د بمونو باران وشو او دا مهال ټولې الوتکې په خوندي ډول د ایران له فضایي حریم وتلي.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د کان ۱۵ نوې سیمې کشف شوي دي.
د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلاموطندار ته وویل چې د زمردو دغه سیمې د لومړۍ حصې ولسوالي اړوند سیمه کې د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري موندل شوي دي.

د بلخ امنیتي مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پرمهال یې، دغه ولایت کې نږدې شپږ کسان د نشهيي توکو قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
د بلخ امنیه قومنداني نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلاموطندار ته ویلي چې د تېرکال پرمهال دغه ولایت کې د نشهيي توکو پلور او قاچاق په تور ۵۹۶ کسان نیول شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي، د ملګرو ملتونو هغه درې میاشتنی راپور چې پهکې د افغانستان په اړه ناسم مالومات خپاره شوي او هڅه شوې چې د اوسني وضعیت په اړه تشویشونه رامنځ ته شي، ناسم دی.
هغه نن (شنبه، جوزا ۳۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان کې امنیت تر بل هر وخت ښه شوی او خلک ارامه ژوند کوي.
ده وویل: «موږ دغه راپور ردوو او هغه د ناسمو معلوماتو په اساس او د پروپاګند په موخه چمتو شوی راپور بولو.»

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي دغه ولایت کې د سل زره امریکايي ډالرو یوه جومات ته ودانۍ جوړېږي.
جومات چې د څرخ ولسوالي اړوند نوشهرسیمه کې د «احمدیه» په نوم دیني مدرسې او دارلایتام ته په اساسي توګه جوړېږي، شاوخوا ۱۰۰زره امریکایي ډالره لګښت پرې راځي او د ۳۰۰ لمونځکوونکو ظرفیت به ولري.

د کندهار د ارغنداب ولسوالي په بابرکلي کې د خلکو په شخصي لګښت په ۲۷ میلیونه افغانیو د اوبو د یوه کوچني بند د جوړېدو چارې پیل شوې.
د سیمې اوسېدونکي سلاموطندار ته وايي چې د بند جوړېدل به د اوبو زېرمهکولو له لارې د وچکالي اغېز کم کړي او په وینا یې، د کرنې لپاره به دوامداره اوبه برابرې کړي.

د لوګر امنیه قومنداني مسوولان وایي چې امنیتي او کشفي ځواکونو د کابل-ګردېز پر لویه لاره د مرکز پلعلم ښار اړوند په «خضر» بازار سیمه کې دوه کسان د نشهیي توکو قاچاق او جعلي بانکنوټونو په تړاو نیول شوې دي.

برید له مالي هېواد سره پولې ته نږدې پر «بانيبانګو» پوځي مرکز شوی دی. د نایجریا دولتي ټلوېزیون له لوري په خپره شوې بیانیه کې همداراز ویل شوي چې وسلهوالو له اتو نقیه وسایلو او څه باندې ۲۰۰ موټرسایکلونو څخه په استفادې پر دې پوځي مرکز برید کړی دی.

د پاکستان حکومت ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یې د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ پرمهال د مهم رول لوبولو له امله،

د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته رسېدلی.
ایراني رسنیو ویلي چې د اسراییل له لوري پر ایران برید به د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د خبرو اصلي محور وي.

د اسراییلو د پوځ ویاندې ایفي ډفرین وايي چې د ایران پر وړاندې د دوی ځمکني او هوايي بریدونه او عملیات روان دي.
نوموړي دغه څرکندونې نن جمعه، جون ۲۰مه، په خپل ورځني خبري ناسته کې کړي دي.

کابل کې د پاکستان سفارت وايي چې دغه هېواد افغان موټرچلوونکو ته د یو کلنې ویزې د ورکړې پرېکړه کړې ده.
یاد سفارت نن جمعه، جون ۲۰مه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاده ویزه به ۱۰۰ ډالره فیس ولري او په وینا یې، موټرچلوونکي کولای شي، څو ځلې پاکستان ته تګراتګ وکړي.

د غزې د مرکزي سیمې اړوند نتزاریم بندر کې د اسراییلي ځواکونو د ډزو پرمهال ۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ګڼشمېر نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې خبري شبکې نن «جمعه، جون۲۰» راپور ورکړی چې دغه مرګژوبله هغه مهال رامنځته شوې چې اسراییلي ځواکونو پر مرسته ترلاسه کوونکو ډزې وکړې.

د اسراییلو په مرکزي سیمه بئرالسبع د ایران د توغندیزو بریدونو له امله تر دې مهاله د شپږو کسانو د ټپيکېدو او ۱۸ هستوګنیزو کورونو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی دی.
د بئرالسبع ښاروالي چارواکو ویلي چې دغه کسان او ویجاړي د ایران د توغندیو د لګېدلو له کبله رامنځته شوې ده.