
کورنۍ کې تبعیض؛ نجونې: هلکان له موږ غوره ګڼل کېږي
یوشمېر نجونو سلاموطندار سره په خبرو کې ویلي چې د کورنۍ تبعیض له کبله له ناهیلي، د حقارت احساس، د کورنیو اړیکو څخه د زړه سړېدو او په پایله کې د بېارزښتهکېدو او د حقونو د تر پښو لاندې کېدو احساس سره مخ شوې دي.
ارواپوهان خبرداری ورکوي چې دغه ډول چلند د نجونو پر ځانباوري منفي اغېز کوي او ژورې رواني اغېزې رامنځته کوي.














