Asset 1SWN

لوګر کې ۱۸۰ متشبثو ښځو سره نغدي مرسته وشوه

ښځې صنایع (1)

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې UNDP په مالي ملاتړ لوګر کې له ۱۸۰ متشبثو ښځو سره د کوچنیو کاروبارونو د پراختیا په موخه نغدي مرسته وشوه.

د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مطبوعاتو مسوول ثناګل ګلزار نن (یکشنبه، اسد ۱۲) سلام‌وطندار ته وویل، ياده پروژه کې ۲۵ متشبثو ښځو ته ۱۰۰۰ ډالر او ۱۵۵ نورو ته ۶۰۰ ډالر نغدي مرسته ووېشل شوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي له یادې مرستې څخه موخه، د ښځو اقتصادي ملاتړ، د هغوی کاروبار ته وده ورکول او د کاري فرصتونو پراخول بولي.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم دغو ښځو سره ورته مرستې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام