د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې «زېړې رېکشې» چې دې وروستیو کې له یوه ځایه بل ته د خلکو لېږد رالېږد لپاره ارزانه او ښه وسیله بلل کېږي، پر دې رېکشو لیکل شویو شعرونو او شعارونو هم د خلکو پام وراړولی دی.
د موټرو او نورو لېږدونکو وسایطو ترڅنګ رېکشې ځکه یادېږي چې چلوونکي یې، پر خپلو رېکشو زړه راښکوونکي کلیمې لیکلي چې د ډېرو یې، ژوند پورې تړلی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پلازمېنې ډېری سیمو کې پر رېکشو، موټرو او نورو لېږدونکو وسایطو تر ډېره مذهبي، عشقي او طنزیه شعرونه او کلیمې تر سترګو کېږي.
د کابل اوسېدونکی معراجالدین چې رېکشه چلوي، وايي، د دې لپاره چې د ټولنې نور وګړو لپاره پند واوسي، پر رېکشې یې، شعر لیکلی دی.
هغه وویل: «وخته زما په غریبۍ پورې خندا مهکوه ـــــــــ زه لوږه تنده تېروم خو چاته سوال نهکوم. دا خو مې پهداسې انتختاب کو چې دغه وخت او دغه اقتصاد مشکلات زخته زیات راغلي دي په خلکو باندې له دغه وخت سره دغه شعر لګېږي. یعنې انسان باندې هر حالت راځي چې پېغور ور نه کول شي.»
سیدانور له تېرو اوو کلونو راهسې په کابل کې رېکشه چلوي. نوموړي خپله رېکشه پر دغې پندامېزې لیکنو سینګار کړې، چې د مور او پلار دعا انسان نهخواروي. «زه به منزل ته ان شا الله رسېږم ماته مې مور او پلار دعا کړې ده. ځکه چې د مور او پلار دعاګانې دې منزل ته رسوي دا مې د همدې لپاره لیکلی دی. دا کې د نورو خلکو لپاره یوږ پیغام دی، چې د مور او پلار دعاګانې چې دي خلک تر منزله رسوي. یوه مانا لري او خلک هم یو پند ترې اخلي.»
ذکي شجاع چې کابل ښار کې موټر چلوي، وايي، د شوق ترڅنګ یې، د نورو ځوانانو لپاره د انګېزې په موخه لازمه وګڼله چې د موټر پر ښیښه، د زړه خبره د انګېزې په ډول ولیکي.
هغه وویل: «دغه شعر چې ما لیکلی: بهنام حاکم که اګر حکم کند تمام ما محکومیم. په دې موخه مې لیکلی چې نن سبا زموږ ټول ځوانان په کبر او غرور پر سړک ځي. پهدې همدې خاطر مې وغوښتل چې زموږ له ل وري ورته یوه انګېزه ورکړل شي چې موږ هېڅ یو. ټوله هستي او کاینات بېرته خدای ته ورګرځي.»
نصیر احمد بیا پر خپل موټر دري بیت لیکلی دی. هغه د کاپیسا اصلي اوسېدونکی دی او په کابل کې ژوند کوي. نوموړی وايي، شپږ میاشتې یې، په بندخونه کې تېرې کړي او همالته یې دا شعر لیکلی دی. «نوشتم زدل په خون سیناصد چاکم ــــــــ زه خاکم آمدم باز نصیب خاکم»
نصیر احمد وايي، په ناحقه بندي و او دا چې نور پر چا باور ونه کړي دغه شعر یې، لیکلی دی. «دغه شعر هملته چې په بندخونې کې وم و مې لیکه. د دېرې جګرخونۍ له وجې مې دغه شعر مې په خپله کتابچه کې ولیکه او کله چې بېرته له زندان څخه ووتلم بیا مې په خپل موټر ولیکه.»
بلخوا یوشمېر هغه کسان چې پر رېکشو او موټرو شعرونه لیکلي یا د چلوونکو په خوښه سټېکر جوړوي، وايي، بازار یې، ښه دی. دوی وايي، د ورځې په لسګونه چلوونکي ورځي، څو پر خپلو رېکشو او موټرو د خپل زړه خبره ولیکي.
نقیبالله چې کابل ښار کې د رېکشو او موټرو پر ښیښو د سټیکرو پلورنځی لري، وايي، د بېلابېلو لېږدوېدونکو وسایطو چلوونکي ورځي او د لیکنو فرمایشونه ورکوي.
هغه وویل: «دا د هر سړي خپل شوق دی. څوک څشی لیکي، څوک یې د مور لپاره لیکي، څوک یې د پلار لپاره لیکيو څوک یې د جانان لپاره لیکي. موږ ته فرامایش راکوي موږ د دوی په فرمایش کار کوو.»
بلخو ټولنپوهان وايي د موټرونو پر ښیښو لیکلنې د موټرچلوونکو د پټو احساساتو او ټولنیزو او افکارو ښکارندوی کوي.
ټولنپوه ضیا نېکزاد وايي، دا چې یو شخص په یوې خاصې ټولنې او کلتور پورې اړه لري، د همدې لپاره هڅه کوي چې د خپلې ټولنې له منځ څخه هغه لیکنې وټاکي چې په هغه ټولنه کې اغېز لري.
نوموړي وویل: «د مسافروړونوکو موټورنو او رېکشو پر شیشو زړهلیکنې چې لیکل کېږي، ډېری برخه یې د روزګار د ناځوانۍ، د ورځني ژوند ستونزې، په ملګرو کې د دوکې، عشقي ماتهخوړل او وفاداري په اړه وي، چې دا د هر انسان دننه احساسات دي، چې مسافران کولای شي د دوی احساساتو باندې پوه شي او درک کړي چې دوی په کومه نړۍ کې ژوند کوي.»
که څه هم په کابل ښار کې پر موټرو او رېکشو زړهلیکنې ډېرې تر سترګو کېږي؛ خو له دې سره هممهاله د هېواد په شمېر ولایتونو کې دا ډول لیکنې د حکومت له لوري له بندیز سره مخ دي.