Asset 1SWN

کندهار او پکتیا کې د «چرس او کوکنارو» کښتونه له‌منځه وړل شوي

تریاک-چرس کښتونه

د پکتیا او کندهار امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایتونو کې پر سلګونه جریبه ځمکو کرل شوي چرس او کوکنار له‌منځه وړل شوې دي.

د کندهار د امنیې قومنداني مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې د یاد ولایت په یو‌شمېر ولسوالیو او حوزو کې ۱۹۹ جریبه ځمکه باندې کرل شوي تریاک او چرس له‌منځه وړل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امنیه قومندان ویاند اسدالله جمشید وايي چې د تېرې یوې اوونۍ پرمهال د ۶۱ بېلابېلو پلټونو په ترڅ کې ۱۰ کیلوګرامه ښیښه،  ۵۴۶۳ کیلو ګرامه اومان، ۴۰۰۴ عدده زي‌کپ ګولۍ، پنځه عرادې موټر او څلور موټرسایکلونه هم نیول شوې دي.

د کندهار امنیه قومنداني د معلوماتو له مخې، په دې تړاو ۲۰ تورن کسان هم نیول شوي دي.

بل‌خوا د پکتـيا امنـيه قومنداني مسوولان بیا وايي، د ځاځي‌اريوب ولسوالي امنيتي ځواکونو تېرو دوو ورځو کې پر ۱۳۸جريبه ځمکه باندې ولاړ د چرسو کښتونه له‌‌منځه وړي.

د پکتيا امنيه قومنداني وياند منيب ځدراڼ وايي چې په تېرو درېوو ورځو کې د امنيه قومنداني اړوند د نشه یي توکو په وړاندې مبارزې مديريت ځواکونو ځاځي‌اريوب ولسوالي کوزبيلوټ، باربيلوټ او ځينو نورو سيمو کې پر ۱۳۸جريبه ځمکه باندې د چرسو ولاړ کښتونه اړولي دي. د ځدراڼ په خبره، لاهم د چرسو او نورو نشه يي توکو کښتونو اړولو کمپاين دوام لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ورته مهال ځاځي‌اريوب ولسوالي يوشمېر اوسېدونکي د چرسو اړولو کمپاين څخه خوښ دي، خو د بديل او نورو مرستو غوښتنه کوي. د پکتيا امنيتي مسوولان ټينګار کوي چې د هر ډول نشه‌يي توکو کښت، قاچاق او پلورل مخنيوي لپاره جدي هڅې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام