Asset 1SWN

زابل کې د سرطان ناروغان د امکاناتو له کمښت شکایت لري

ناروغان- سرطان-ناروغ- زابل

۵۵‌کلن ګل‌جان چې له درېوو کلونو راهیسې پر سرطان ناروغۍ اخته دی، د خپلې درملنې لپاره د پاکستان کوټې ښار ته ځي.

نوموړی وايي، اقتصادي وضعیت یې خراب دی، خو د درملنې بله چاره نه‌لري. د هغه په وینا، د زابل په روغتونونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې لازم امکانات نشته او د پاکستان سفرونو یې پر اقتصادي حالت بد اغېز کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «شاوخوا درې کاله کېږي چي پر سرطان ناروغۍ اخته یم. د دې ناروغۍ د تداوۍ لپاره زه د پاکستان کوټي ته ځم، اقتصادي وضیعت مي ډېر خراب دی ، ۱۳ کسه کورنۍ مې ده.»

د زابل روغتیايي مسوولان وايي، د تېرکال په پرتله دغه ولایت کې د سرطان ناروغي زیاته شوې.

د دوی د معلوماتو له مخې، تېرکال کې به د میاشتې یوازې یو یا دوو کسانو د سرطان ناروغۍ د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته مراجعه کوله، خو سږکال دا شمېر میاشت کې تر څلور ـ پنځو کسانو رسېږي.

د زابل ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر نذیراحمد حریفال وویل: «د سرطان ناروغي زابل کي د تېرکال په پرتله زیاته شوې، تېرکال میاشت کي یو او دوه کسانو مراجعه کول، خو سږکال دغه شمېر له یو تر څلورو ان پنځو پورته شوی.»

د روغتیاپالانو په وینا، زیات عمر، سګریټ څکول، د کیمیاوي موادو او الکول ډېر استعمال د سرطان ناروغۍ د زیاتوالي مهم لاملونه دي.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د دې ناروغۍ د کمولو لپاره باید عامه پوهاوی زیات شي، ترڅو خلک د سرطان له خطرونو خبر شي او د مخنیوي لارې یې وپېژني.

زابل کې یوه ډاکټر محمدویس وویل: «دسرطان ناروغي ، بیلابیل علتونه لري چي نن سبا دا ناروغي پر زیاتیدو ده ، کوم څه چي د دې ناروغۍ په رامنځته کولو کي رول لري ، دالکولو استعمال ، دکیمیاوي موادو استعمال ، جنټیکي لاملونه ،دسګریټ څکول دي ، دا یې ټول لاملونه دي ، باید ډېر احتیاط وشي.»

زابل کې د سرطان ناروغۍ زیاتېدو او دې برخه کې د امکاناتو نه‌شتون څخه اندېښنې داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ د عامې روغتیا وزارت اداري مرستیال د سرطان نړیوالې ورځې د نمانځ‌غونډې په مناسبت یوه پروګرام کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره د سرطان ناروغۍ د درملنې په برخه کې همکاري وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دغه غونډه کې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي هم تر ۲۰۲۷ کاله هېواد کې د سرطان له روغتونونو او کلینیکونو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام