Asset 1SWN

کاناډا سپاه پاسداران د دغه هېواد د ترهګرو ډلو نوملړ کې شامل کړ

61ec62cf-iran-revolutionary-guards

کاناډا د ایران سپاه پاسداران انقلابي ګارډ (IRGC) د  دغه هېواد د ترهګرۍ تور لېسټ کې شامل کړه او له خپلو وګړو یې غوښتنه وکړه چې ایران ته له تلو ډډه وکړي.

د کاناډا حکومت چهارشنبه، جون ۲۰مه دا اعلان وکړ او وې ویل چې دا ګام به د ترهګرۍ تمویل پر وړاندې د مبارزې برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کاناډا حکومت په دې اړه یوه بیان کې ویلي: «د سپاه پاسداران ځواک په تور نوملړ کې شاملول، دا پیام رسوي چې کاناډا به ټول هغه څه چې په واک لري، د دې ډلې فعالیتونو پر وړاندې وکاروي چې یاده ډله یې، له نورو ترهګرو ډلو لکه حزب‌الله، حماس او نورو سره کوي.»

د ایران فارس خبري اژانس نن پنج‌شنبه، جون ۲۰مه په یوه راپور کې د کاناډا دغه ګام ناسم او له سیاسي انګېزې په پورې تړلی بللی دی.

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني ویلي، ایران دا د ځان حق بولي چې تور نوملړ کې د سپاه پاسداران د نوم شاملولو ته غبرګون وښايي.

هغه وویل: «د کاناډا دا اقدام به د سپاه پاسداران پر مشروع ځواک هېڅ اغېز ونه‌لري»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له کلونو راهیسې کاناډا کې د اپوزیسیون محافظه‌کارانو له لومړي وزیر جسټن ټرډو غوښتنه کوله چې د ایران سپاه پاسداران د دغه هېواد د ترهګرو تور نوملړ کې شامل کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام