د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت په برهکي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتون ملاتړې ادارې یا (UNICEF) له لوري د اوو ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړېدو چارې پيل شوې.
د دغه ولایت پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، دا ښوونځي د (UNICEF) په همکارۍ او د جاپان د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړ او ګټېاخیستنې ته به وسپارل شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عرب زیاتوي، یادو ښوونځيو له ډلې ۴ یې خروار ولسوالي کې، ۲ برهکي برک ولسوالي کې او یوه ښوونځي ته په څرخ ولسوالي کې ودانۍ جوړېږي.
نوموړي زیاته کړه، «د هر ښوونځي په جوړېدونکو ودانیو کې ۶ درسي ټولګي ، یوه اداري خونه، احاطوي دېوال، د اوبو څاه، د لمریزې برېښنا سیسټم او د حفظ الحصې ټول اړین ملحقات په پام کې نیول شوي، چې په شپږو میاشتو کې به ۷ واړه ښوونځي ګټې اخیستنې ته چمتو شي.»
د ده په وینا، د نوموړو ښوونځیو پر جو ړېدو سره به د شاوخوا ۷زره زدهکوونکو هغه ستونزې چې د بېسرپناه په برخه کې یې، لرلې، حل شي.
د لوګر خروار ولسوالي یوه اوسېدونکي عبدالرحمن سلاموطندار ته وویل، خوښ دی چې د د (UNICEF) له لوري ۷ ښوونځيو ته نوې ودانۍ جوړېږي.
نوموړي پر پوهنې وزارت غږ وکړ چې د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم هغه ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړې چې اوس یې، زدهکوونکي له پراخو ستونزو سره سره په لیکلوست بوخت دي.
لوګر کې ۲۸۴ دولتي ښوونځي شتون لري چې له ډلې یې، څه باندې ۷۰ ښوونځي ودانۍ نهلري او شاوخوا د سل نورو ښوونځيو ودانۍ، بیارغونې ته اړتیا لري.