د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن (سهشنبه، د جولای لومړۍ) په یوه راپور ویلي چې په افغانستان کې پر ماینونو د پوښلو سیمو پاکولو لپاره د بودیجې او ماینپاکونکو له کمښت سره مخ دي.
د اوچا له لوري په خپور شوي راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان کې د تېرو پنځلس کلونو پرمهال د ماینپاکونکو شمېر ۹۰سلنه کم شوی او په وینا یې، که بېړنۍ بودیجه برابره نهشي، د تر ټولو پر ماین پوښلي هېواد کې به د ماینپاکونکو هڅې ناکامې شي.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) زیاته کړې چې افغانستان کې هره میاشت په منځنۍ کچه ۵۵ کسان له جګړې د پاتې ماینونو او د چاودېدونکو توکو له امله وژل کېږي او یاهم ټپیانېږي.
په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۱ کال پرمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۵۰۰۰ ماین پاکوونکي پر کار بوخت وو؛ نن ورځ دا شمېره یوازې ۱۵۰۰ ته راټیټه شوې ده. د نږدې ۳۰۰ ماین پاکوونکو ټیمونو څخه، یوازې ۱۷۶ یې د روان کال د اپریل میاشتې پورې فعال وو. «د بېړنۍ مرستې پرته، دا شمېره به نوره هم راټیټه شي، او زیان منونکې ټولنې به بې ملاتړه پاتې شي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي ټام فلېچر، افغانستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال د ماینپاکولو پروسې څخه لیدنه کړې او ویلي یې دي: «ماینونه د جګړې وحشتناکه وسلې دي چې حتی د جګړې پای ته رسیدو وروسته هم خونړۍ نښې پریږدي. کلونه وروسته، دوی د ملکي خلکو وژلو او ټپي کولو ته دوام ورکوي او د خلکو د ژوند د بیارغونې مخه نیسي.»
فلېچر خبرداری ورکړی چې په تېرو ۱۵ کلونو کې افغانستان کې د ماین پاکوونکو شمیر ۹۰ سلنه کم شوی او که بېړنۍ تمویل چمتو نشي، د ماین پاکولو هڅې به ناکامې شي.
د OCHA د راپور له مخې، د افغانستان دوه پر درېیمه برخه ولسوالي، پر ماینونو او چاودېدونکو توکو پوښلي او له ۳.۳ میلیونه څخه ډېر خلک د ماینونو ککړو سیمو څخه د یوکیلومتر په اوږدو کې ژوند کوي.
په راپور کې ویل شوي چې یوازې د افغانستان په شمالختیځ کې، په ۳۵ ولسوالیو او ۱۹۸ ټولنو کې ۵۶۰ سیمې چې پر ماینونه ککړې دي، پېژندل شوي چې له ۱۲۳۰۰۰ څخه ډېرو کسانو ژوند یې، له ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې تېرکال د چاودېدونکو توکو له امله ۶۱۸ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي چې ۸۳سلنه یې ماشومان وو.
د دې پېښو له نیمایي څخه ډیرې هغه وخت رامنځته شوي، کله چې ماشومانو لوبې کولې یا یې، کثافات راټولول.
اوچا د نړیوالو مرستو د بېړنۍ اړتیا پر ټینګار سربېره، خبرداری ورکړی چې د تمویل پرته، د ککړو سیمو پېژندنه به ودرول شي او د زرګونو ملکیانو، په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند به له ګواښسره مخ شي.