د بریټانیې حکومت د افغانستان لپاره د دغه هېواد سفارت ته نوی شارژدافیر ټاکلی دی.
رابرټ چټېرټون ډېکسن چې له دې وړاندې یې کابل کې د بریټانیا سفارت کې د شارژدافیر او مرستیال سفیر په توګه هم دنده کړې، د افغانستان لپاره د نوي شارژدافیر په توګه ټاکل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت چې اوس له دوحې څخه خپلې چارې مخته وړي، رابرټ ډېکسن به د روان میلادي کال راتلونکې جولای میاشت کې خپل ماموریت پیل کړي.
د جمهوریت له پرځېدو وروسته د بریټانیا او امریکا په ګډون ګڼشمېر هېوادونو له افغانستان څخه خپل سفارتونه قطر ته لېږدولي دي.
کابل کې اوس د ځینو ګاونډیو هېوادونو له هغې ډلې ایران، پاکستان او چین سربېره د ګوتو په شمېر د نورو هېوادونو سفارتونه هم فعال دي.
ډیکسن له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د شارژدافېر او مرستیال سفیر او همداراز په بنګلدېش، فلپین او امریکا کې هم د بریټانیا لپاره ډيپلوماټیک ماموریتونه ترسره کړي دي.