د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان وايي چې د هرات ښار خښتو بټیو مالکانو ته یې، خبر ورکړی چې خپلې بټۍ ولسوالیو ته ولېږدوي.
د یاد ریاست مسوولانو په وینا، د خښتو بټیو مالکان لس ورځې وخت لري، څو له ښارڅخه د خښتوبټۍ ولسوالیو ته ولېږدوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د چاپېریال ساتنې ریاست رییس عبدالعلي متقي وايي چې د یاد ولایت انجیل او ګذره ولسوالیو کې هم د ۸۵ خښتوبټیو فعالیت درول شوی.
د نوموړي په وینا، د خښتو دغه بټۍ، به د زندهجان ولسوالي سوېللوېدیځ او د اوبه ولسوالي، ښوونکو ښارګوټي ته څېرمه، سعادت ښارګوټي، د هوايي ډګر ختیځ او د ولسوالي شمالي سرک شاوخوا سیمو ته ولېږدول شي.
د نوموړي په وینا، دغه پرېکړه، د هراتښار او ورڅېرمه سیمو کې د هوا ککړتیا مخنیوي او هوا پاکوالو په موخه کړې.
د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست د معلوماتو له مخې، دا مهال دغه ولایت کې د خښتو ۱۱۵ بټۍ فعالې دي.